په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو کاروونکو له لوري پر فیسبوک او ټویټر د سوپر سونیک جیټ الوتکو په اړه دا وروستیو کې له یو خیالي ډیزاین شوي انځور سره مالومات خپاره شوي، چې دغه مالومات نیمګړي او ناسم دي.

دوی په ناسا (NASA) پورې اړوند د یوې الوتکې انځور، چې دغه انځور د یو خیالي ډېزاین (conceptual design) په توګه دی، خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې ایربس شرکت (Airbus) د نړۍ تر ټولو چټکه الوتکه جوړوي. د ټولنیزو رسنیو دغو کاروونکو له دې ادعا سره نه کوم تاریخ ذکر کړی، چې کله دا الوتکه جوړیږي او نه یې هم کوم ریفرینس ورکړی، چې دوی له کوم ادرس څخه دا خبره کوي. د سوپر سونیک اړوند د انځور چې (conceptual design) کیږي، په اړه یې pdf دلته ولولئ.

تاسې کولی شئ، چې لاندې د ټولنیزو رسنیو د ځینو کاروونکو د پوسټونو سکرین شاټونه مشاهده کړئ، چې دې پوسټونو ته ډېرو خلکو غبرګونونه ښودلي او ډېرو دا مالومات د سمو مالوماتو په توګه منلي دي.







2. د دوهم پوسټ لینکارشیف لینک

3. د درېیم پوسټ لینکارشیف لینک

په هر صورت، فکټ کریسنډو د ټولنیزو رسینو د کاروونکو له لوري د سوپر سونیک چټکو الوتکو په اړه دغه مالومات ارزیابي کړل، موږ وموندله، چې د سوپر سونیک چټکو الوتکو په اړه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري خپاره شوي مالومات نیمګړي او ناسم دي او هغه انځور چې له د نړۍ د چټکې الوتکې په نوم له ادعا سره خپور شوی اصلاً په ایربس (Airbus) شرکت پورې اړه نلري، بلکې د ناسا شرکت له لوري د یو خیالي ډیزاین (Conceptual Design) فیګر دی.

که تاسې د سوپر سونیک الوتکو او یا هم د نړۍ د چټکې الوتکې د مالوماتو لوستلو لېوالتیا لرئ، نو لاندې موږ تاسې ته په دې اړه د ریفرینسونو سره مالومات چمتو کړي او کولی شئ، چې ویې لولئ:

سوپر سونیک اصلاً د فضایي الوتنو د سرعت له ډولونو څخه یو ډول دی.

د ناسا (NASA) د یو ارټیکل له مخې د فضایي الوتنو سرعت څلور ډوله لري، چې د الوتنو د رژیم په نوم یادیږي او خپله سوپر سونیک د دې څلورو ډولونو څخه یې یو دی.

ناسا په خپل ارټیکل کې دغه څلور ډولونه په لاندې توګه وېشلي دي:

لومړی: سبسانیک (Subsonic) – دا الوتکو هغه سرعت دی، چې د الوتکې د مزل سرعت له خپل غږ څخه ورو وي.

دوهم: ټرانسانیک (Transonic) – دا بیا هغه الوتکې یا الوتنې دي، چې د خپل غږ د سرعت په اندازه یا لږ څه کم سپیډ یا مزل کوي.

درېیم: سوپرسونیک (Supersonic) – سوپر سونیک بیا هغه الوتکې یا د الوتنې سرعت ته وایي، چې الوتکه د خپل غږ له سرعت څخه هم په تېزه اندازه مزل کولی شي.

څلورم: هایپر سونیک (Hypersonic) – هایپر سونیک الوتکې یا الوتنې بیا هغه سرعت دی، چې یوه الوتکه یې د خپل غږ له سرعت څخه څو چنده چټک مزل کوي.

که تاسې غواړي همدا مالومات په بشپړ ډول ولولئ نو د ناسا سایټ له لوري په دې (مقاله) کلیک وکړئ او بشپړ مقاله هلته ولولئ.



په همدې ډول South China Morning Post ویبپاڼې هم د ناسا د سوپر سونیک پروژې په یوه مقاله کې له conceptual design څخه یادوونه کړې او هلته یې دا انځور هم ذکر کړی دی.



د حقېقت څېړنه:

موږ لومړی په انټرنیټ کې د چټکو الوتکو او هوایي نړیوالو شرکتونو په اړه کلیدي کلېمې وپلټلې، تر څو مالومه کړو، چې شوې ادعا ته اړوند راپور یا مقاله شته او که نشته. موږ وموندله چې تر دې مهاله د نړۍ تر ټولو چټکه الوتکه، چې له نورو الوتکو زیات سرعت لري، هغه د (SR-71 Blackbird) په نوم یادیږي، چې د دې الوتکې د مزل سرعت په یو ساعت کې پنځه نیم زرو کېلو مترو ته رسیږي. او هغه مالومات چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري د ادعا په توګه خپاره شوي دي، د ناسا (Supersonic X-59) یا هم (X-59 QueSST) نومې الوتکې ته نږدې دي، چې په همدې کال ۲۰۲۴ کې به خپله لومړۍ الوتکه تجربه کړي. خو بیا هم د X-59 الوتکې سپیډ دومره ندی، څومره چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو خپرو شویو مالوماتو په دې متن کې ذکر شوی دی.

همدا راز د لا ډېرو مالوماتو په خاطر موږ د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له لوري پر خپور شوي انځور د ګوګل ایمیج سرچ لټون پلی کړ او وموندل شوه، چې دا انځور په ایربس شرکت پورې نه، بلکې په ناسا شرکت پورې تړاو لري او دغه انځور اصلاً خیالي ډېزاین (Conceptual Design) دی.

پایله:

د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې په ټولنیزو رسنیو کې د سوپر سونیک په اړه خپاره شوي مالومات نیمګړي او ناسم دي او هغه ادعا چې دوی د سوپر سونیک الوتکې د سرعت په اړه کړې کوم باوري ریفرنس نلري، بلکې زموږ د مالوماتو له مخې موږ ویلی شو، چې د سوپر سونیک الوتکو پروژه اصلاً د ناسا لپاره د (Lockheed Martin) شرکت پر مخ وړي، چې موخه یې د یو داسې هوایي چلند رامنځته کول دي، چې لوړ غږ کم او د الوتکو سرعت زیات شي. او همدا راز که د نړۍ د تر ټولو د چټکې الوتکې خبره کوو، نو د فکټ کریسنډو د مالوماتو له مخې هغه د (SR-71 Blackbird) په نوم یادیږي، چې د دې الوتکې د مزل سرعت په یو ساعت کې پنځه نیم زرو کېلو مترو ته رسیږي.


Claim Review :   ایربس شرکت د سوپر سونیک جیټ په نوم د نړۍ تر ټولو چټک سرعت لرونکې الوتکه جوړوي.
Claimed By :  Social media users
Fact Check :  MISSING CONTEXT