
په افغانستان کې د ښځو حقونه او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی تل د خبرونو سرټکي ګرځیدلي دي.
اوسمهال افغانستان له خورا سخت بشري ناورین سره مخ دی.
په دې هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی زړه بوږنوونکي خبرونه خپاره شوي دي.
خو له دې سره سره، ځیني خبرونه بیا ناسم وي او یا هم پخواني دي چې د تازه پېښې په توګه خپرې شوي دي.
ادعا
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو او عکس خپور شوی چې ادعا کوي طالبانو په دې وروستیو کې یوه ښځه په ډزو وژلې ده.
په دې اړه یو تویت خپور شوی دی چې کولای شئ لاندې وګورئ:

په دې ټویټ کې په انګلیسي ژبه لیکل شوي: « طالبانو په افغانستان کې یو ښځه او خاوند د اخلاقي فساد په تور په ډزو باندې وژلي دي.»
په یو بل ټویټ کې پر ښځې د درې وهلو وېډیو هم خپره شوې ده.

راځئ چې د ادعا او وېډیو په اړه په اصلي حقیقت باندې پوه شو:
حقیقت موندنه
مونږ پر نوموړې وېډیو باندې پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې وېډیو اوسنۍ نه ده بلکې د څو کلونو پخوانۍ یوه وېډیو ده.
په وېډیو کې دا ښځه د خپل خاوند د وژنې په تور د خلکو پر وړاندې په ډزو ویشتل کیږي.
د راپورونو له مخې دا ښځه د طالبانو له خوا په یوه صحرایي محکمه کې وژل کیږي.
وېډیو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د مې په میاشت کې خپره شوې ده.

د دې پېښې په اړه د لا نورو مالوماتو لپاره لاندې لېنکونه وګورئ:
دا لومړنۍ پېښه نه ده. تر دې وړاندې هم ښځې د بېلا بېلو ګناهونو په تور په افغانستان کې وژل شوي دي.
تاسو کولی شئ په لاندې لېنک کې ورته خبر ولولئ:
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې د طالبانو له خوا د ښځې د وژلو دا پېښه څو کاله وړاندې را منځ ته شوې ده او اوسنۍ نه ده.
وېډیو او انځور پخوانی دی خو د راپورونو له مخې دا ښځه څو کاله وړاندې د طالبانو له خوا په یوه صحرایي محکمه کې وژل شوې وه.

سرلیک: د طالبانو له خوا د یوې ښځې د وژل کېدو دا وېډیو او عکس پخوانی دی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading