
په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ځوان عکس خپور شوی دی او ادعا شوې چې ګواکې داعش ته اړوند دا کس په دې وروستیو کې په جلال آباد کې نیول شوی دی.
زمونږ موندنې ښيي چې دا کس په جلال آباد کې پخوا نیول شوی وو او دا پېښه په دې وروستیو کې نه ده شوې.
تاسو کولی شئ لاندې فېسبوک پوسټ وګورئ:

په فېسبوک پوسټ کې لیکل شوي: « په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې یو تن ځانمرګي بریدګر نیول شوي چې غوښتل یی ننګرهار ښار کې چاودنه وکړي.
ځانمرګې بریدګر وایی چې د پاکستان د پوځ لخوا تربیه شوی وم او د پاکستان د پوځ په مرسته جلال اباد ته داخل شوم.»
راځئ چې په اصلي حقیقت پوه شو.
حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر دې انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا کس د داعش وروستی ځانمرګی بریدګر پورې اړه نه لري.
دا عکس د داعش غړي پورې اړه لري خو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ډسمبر په میاشت کې په جلال آباد کې نیول شوی وو.
د ځینو راپورونو له مخې، دا کس تسل عزیز نومیږي چې په جلال آباد کې د داعش ډلې جلب او جذب په تور د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی وو. دا کس په ۲۰۲۰ میلادي کال کې نیول شوی وو، نه په دې وروستیو کې.
د نورو جزیاتو لپاره، لاندې لېنک وګورئ:


پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې فېسبوک پوسټ په بشپړه توګه تېر اېستونکی او ناسم دی.
دا کس داعش پورې اړوند دی خو په دې وروستیو کې نه دی نیول شوی.
دا کس په جلال آباد کې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ډسمبر په میاشت کې نیول شوی وو.

سرلیک: داعش ته اړوند دا کس په دې وروستیو کې نه دی نیول شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading