وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه طالبانو پر افغانستان واک اعلان کړ، پخوانی افغان ولسمشر اشرف غني له هېواده ووت او متحده عربي اماراتو ته یې پناه یوړه.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې عکسونه خپاره شوي چې ادعا کوي د پخواني ولسمشر اشرف غني د روغتیا په اړه بد خبرونه شته چې افغان ولسمشر اشرف غني سخت ناروغ دی. ټولنيزو رسنيو کارکوونکو ادعا کړي چې افغانستان پخوانی ولسشمر اشرف غنی د دماغي سکتی حملي له امله د شیخ زاهد روغتون ته وړل شوی دی . ډاکټرانو په وینا د ښاغلي غنی حالت نازک دي ده باندی یوځل مخکی هم دا حمله راغلي کچيري د دریم ځل لپاره دا حمله راشې شايد ژوند د لاسه ورکړي .

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

په ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې افغانستان پخوانی ولسشمر اشرف غنی د دماغي سکتی حملي له امله د شیخ زاهد روغتون ته وړل شوی دی . ډاکټرانو په وینا د ښاغلي غنی حالت نازک دي ده باندی یوځل مخکی هم دا حمله راغلي کچيري د دریم ځل لپاره دا حمله راشې شايد ژوند د لاسه ورکړي .

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې او جعلي دي او په ټولنیزو رسنیو کې پخواني عکس له دې ادعا شریک شوي چي پخواني ولسمشر اشرف غني سخت ناروغ دی.

د حقیقت معاینه

موږ د پخواني ولسمشر اشرف غني د ناروغه کېدو په اړه د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو د تایید لپاره د رسنیو راپورونه لټول، خو د ادعاوو د تایید لپاره هیڅ مستند رسنۍ راپور شتون نه لري.

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شوي عکس تر شا د حقیقت موندلو لپاره موږ لومړی په شریک شوي عکس باندې د عکس العمل لټون وکړ او وموندله چې پخواني عکس د پخواني ولسمشر اشرف غني د ناروغتیا غلط ادعا سره شریک شوي.

د ګوګل د ریورس عکس لټون په کارولو سره موږ وموندله چې شریک شوی عکس پخوانی دی او د ۲۰۱۵م کال په اګست کې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په جرمني کې د جراحي وروسته اخیستل شوی و.

آزادي راډیو آرشيف لینک

تصميم نيوز آرشيف لینک

پایله

له دې امله له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې شریک شوی عکس پخوانی دی او د ۲۰۱۵م کال په اګست کې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په جرمني کې د جراحي وروسته اخیستل شوی و. د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې او جعلي دي.

Avatar

سرلیک: د پخواني ولسمشر اشرف غني د ناروغتیا ادعاوې دروغ دي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False