د عبدالرب رسول سیاف د مړینې خبر دروغ دی

False National

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو ادعا کړې چې د افغانستان د اسلامي دعوت ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف په دې وروستیو کې د سرطان له ناروغۍ امله مړ شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې ادعا کیږي چې عبدالرب رسول سیاف د ۹۰ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله د ایټالیا په روم ښار کې مړ شوی دی.

 تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

فېسبوک پوسټ  آرشيف لینک 

 د فیسبوک پوسټ ادعا کوي چې  عبدالرب رسول سیاف د ۹۰ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله د ایټالیا په روم کې ومړ.

په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاګانې دروغ دي.

 د حقیقت معاینه 

زموږ د پلټنو په جریان کې، موږ وموندله چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې بې بنسټه دي.  ډېرو رسنیو او ښاغلي سياف ته نږدې کسانو د هغه د مړینې ادعاوې رد کړې دي.

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۱۰مه، خامه پریس او کوکچه خبري اژانسونو د عبدالرب رسول سیاف د مړینې خبر رد کړ.  د خپرو شویو راپورونو له مخې د ښاغلي سیاف د مړینې په اړه ادعاوې ناسمې دي.  رسنیو هم د عبدالرب رسول سیاف روغتیايي وضعیت ښه بللی او دا یې هم تایید کړې چې نوموړی اوسمهال په ترکیه کې دی.

خامه پریس  آرشيف لینک 

کوکچه راپور  آرشيف لینک 

له بلې خوا عبدالرب رسول سیاف ته نږدې کسانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۱۰ مه په ټولنیزو رسنیو یو عکس خپور کړ چې ښاغلی سیاف او یو شمېر نور کسان په کې د هغه پر فیسبوک پاڼه لیدل کیږي:   “زما ګرانو ملګرو د ګران استاد په حضور کې.”

فېسبوک  آرشيف لینک  

 پایله

 نو له پورته څېړنو څخه څرګنده شوه چې د افغانستان د دعوت اسلامي ګوند د مشر عبدالرب رسول سیاف د مړینې خبر بې بنسټه دی.  موندنې ښيي چې د ښاغلي سیاف روغتیايي وضعیت ښه دی او دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي.

Avatar

سرلیک: د عبدالرب رسول سیاف د مړینې خبر دروغ دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *