
د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د یوې f-16 جنګي جیټ الوتکې انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې ګواکې، دغه جیټ د کابل هوایي میدان څخه پورته شوې ده. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د فیسبوک یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده او له ادعا سره وایرل شوی انځور بې تړاوه دی.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو دا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره لیکلي: «همدا مهال د کابل له میدان هوایي څخه اوچته شوه».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې او دروغ ده. له ادعا سره د یادې جنګي جیټ الوتکې انځور بې تړاوه دی او له کابل هوایي میدان څخه یې پرواز ندی کړی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا غولوونکې او دروغ ده؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور د بېلا بېلا ادرسونو لخوا له ادعا څخه څو میاشتې وړاندې خپور شوی دی.
د The Daily CPEC رسمي ایکس پاڼې همدا انځور د اګسټ په ۵مه خپور کړی او په کپشن کې ورسره لیکل شوي دي: د هند او پاکستان د کنټرول کرښې په اوږدو کې پراخ هوايي فعالیت.
د reddit یو کاروونکي هم دغه انځور ۴ میاشتې وړاندې خپور کړی او په کپشن کې ورسره لیکل شوي دي: د پاکستان هوايي ځواک (PAF) F-16 الوتکه د شپې په اسمان کې لمبې تویوي.

د دې تر څنګ فیسبوک کې د اګسټ په لومړیو کې ځینو پاکستاني فیسبوک کاروونکو دا انځور خپور کړی او دغه جیټ الوتکه یې د پاکستان اړوند بللې ده.

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې له ادعا سره د یادې جنګي جیټ الوتکې انځور بې تړاوه دی او له کابل هوایي میدان څخه یې پرواز ندی کړی.
په انځور کې دغه جنګي جیټ الوتکه له کابل هوایي میدان څخه نده پورته شوې. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

