ایا د دولتی کارمندانو معاشونه ځنډول شوي دي؟

Misleading National

له هغې وروسته، چې په دا وروستیو کې د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې په کمېدو شو، نو په ټولنیزو رسنیو کې اوازه ګډه شوه، چې په افغانستان کې د دولتي کارمندانو معاشونه هم وځنډول شول. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې د ٣ میاشتو لپاره دولتي کارمندانو ته معاشونه نه ورکول کیږی. دا چې ایا دغه ادعا رېښتیا ده او کنه، د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولئ!

تاسې لومړی د ټولنیزو رسنیو څو پوستونه په لاندې لینکنونو او یا ارشیف له لارې مشاهده کولی شئ:

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

په افغانستان کې واکمن حکومت (طالبانو) په ټولنیزو رسنیو کې د معاشونو د ځنډ په اړه ادعاوې او اوازې رد کړې او یادوونه یې وکړه، چې د حکومت ټولو ۱ میلیون او ۴۰ زره کارمندانو ته به په خپل وخت معاشونه ورکول کیږي.

موږ ولې وایو، چې د معاشونو د ځنډ په اړه ادعاوې حقیقت نلري؟

په همدې موخه موږ لومړی په انټرنیټي سرچ انجنو کې د یادې موضوع اړوند کلیدي توري وپلټل، تر څو وروستي مالومات ترلاسه کړو، موږ د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد ایکس پاڼه کې وموندل چې دوی دغه اوازې رد کړي.

Archive

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم له خپلې رسمي ایکس پاڼې ورته پوسټ کړی او د معاشونو د ځنډ په اړه اوازې یې رد کړي دي.

Archive

همدا راز د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا د ولسمشرۍ ماڼې ویاند دفتر په وټسپ ګروپ کې غږیز پیغام هم لیږلی دی چې تاسې (دلته) اورېدلی شئ.
پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې په افغانستان کې واکمن حکومت (طالبانو) په ټولنیزو رسنیو کې د معاشونو د ځنډ په اړه ادعاوې او اوازې رد کړې او یادوونه یې وکړه، چې د حکومت ټولو ۱ میلیون او ۴۰ زره کارمندانو ته به په خپل وخت معاشونه ورکول کیږي.

Avatar

ایا د دولتی کارمندانو معاشونه ځنډول شوي دي؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *