
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو تر منځ یو ناسم خبر لاس په لاس شوی ګنې دا چې طالبانو له افغان حکومت سره په شپږ میاشتني اوربند سلا شوي.
زمونږ د موندنو پر اساس، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند خبر حقیقت نه لري.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګنې طالبانو له افغان حکومت سره د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۰مه د شپږ میاشتنی اوربند تړون لاسلیک کړی.
د «مقدس» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «طالبانو ویاند دالجزایر تلویزیون سره په مرکه کې تاید کړي چي نن غرمه 12:00 بجې د ټول اسلامي امارت په خوښه 6میاشتی اوربند لاسلیک د افغان حکومت سره وکړ».
دې فیسبوک پاڼې همدا راز ویلې چې ګنې سهیل شاهین د طالبانو مذاکراتي ټیم غړی خپلو پلویانو باندې غږ کړی تر څو له جګړې څخه لاس په سر شي. دا فېسبوک پاڼې همدا راز لیکلې چې افغان حکومت به په دې اړه ژر خبر خپور کړي.
دا پست له نورو سره ۱۱۰۰ ځله شریک شوی دی.
یوې بلې فېسبوک پاڼې هم ورته خبر یې خپور کړی دی.
حقیقت موندنه
مونږ د طالب ویاندویانو ذبیح الله مجاهد او ډاکټر محمد نعیم تویتر ولیدل. دوی په دې اړه هېڅ کومه اعلامیه یا خبر نه دی خپور کړی چې ګنې طالبانو دې له افغان حکومت سره په ۶ میاشتنی اوربند باندې هوکړې ته رسیدلي وي.
د فېسبوک په ادعا شوي پست کې د یوې وېبپاڼې لېنک د سرچینې په توګه لیکل شوی. مونږ په دې لېنک کې د اوربند په تړاو هېڅ کوم خبر ونه مونده. داسې ګومان کیږي چې دا ناسم خبر وېبپاڼې ته د ډېرو لیدونکو راکاږلو په موخه خپور شوی وي.
له بلې خوا د طالبانو مذاکراتي ټیم غړی سهیل شاهین هم په دې اړه کوم تویت نه دی کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت فېسبوک پاڼه کې لا هم د طالبانو سره د جګړې خبرونه خپاره کیږي. دا په دې مانا ده چې تر اوسه کوم اوربند نه دی شوی. د دې وزارت په وروستی فېسبوک پست کې له طالبانو څخه د بدخشان د «یفتل پایین» ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړل شوی دی.
د اوربند دا اوازې داسې مهال پورته شوي چې په دې وروستیو کې د روسي خبري آژانسونو د طالبانو له قوله ویلي وو چې له افغان حکومت سره پر احتمالي اوربند خبرې کوي.
پایله
هغه خبر ناسم دی چې ګنې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ۶ میاشتني اوربند تړون لاسلیک شوی.

سرلیک: د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ۶ میاشتنی اوربند خبر ناسم دی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False