آیا ولسمشر غني د پوهنتونونو او ښوونځیو رخصتي لغو اعلان کړې؟

Covid-19 False

هغه خبر ناسم دی چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي ګنې ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتي چې د کورونا له امله اعلان شوې وه، لغو کړې.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۰مه ویلي چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو رخصتي لغو اعلان کړې. دغه رخصتي د عامې روغتیا وزارت له خوا د کورونا د درېیمې څپې د مخنیوي په موخه اعلان شوې وه.

فېسبوک/ آرشیف لېنک

دا خبر په تویتر کې هم لاس په لاس شوی دی. د «Hasiba Atakpal» په نوم د تویتر یوې کاروونکې لیکلي: «داسې ویل کېږي چې د ولسمشر غني له لوري د پوهنتونونو او ښوونځیو رخصتي لغوه اعلان شوه.»

تویتر/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

زمونږ موندنې ښیي چې ولسمشر غني د پوهنتونونو او ښوونځیو رخصتي نه ده لغو کړې. په دې اړه هېڅ کومه اعلامیه یا خبر د ارګ له خوا تر اوسه نه دی خپور شوی. د عامې روغتیا وزارت هم په یوه تازه اعلامیه کې د ښوونځیو، ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو د رخصتي موده تر دوه نورو اونیو پورې غځولې ده. 

د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې راغلې: «په ټول هېواد کې، ټول دولتي او خصوصي تحصیلي ادارې، ښوونځي، انسټیټیوټونه، پوهنتونونه، کورسونه، دیني مدرسې او وړکتونونه د ١٤٠٠ د غبرګولي له ٢٢ دوه ویشتمې څخه د دوه اونیو لپاره رخصت دي».

د عامې روغتیا وزارت له فېسبوک پاڼې څخه

فېسبوک/ آرشیف لېنک

پایله

په ټولنیزو رسنیو کې هغه خبر ناسم دی ګواکې دا چې ولسمشر غني د هېواد د ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتي یې لغو اعلان کړې. د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې، ټول دولتي او خصوصي تحصیلي ادارې، ښوونځي او پوهنتونونو د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي (جوزا) له ۲۲ مې څخه تر دوه اونیو پورې رخصت دي.

Avatar

سرلیک: آیا ولسمشر غني د پوهنتونونو او ښوونځیو رخصتي لغو اعلان کړې؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *