په انځور کې کامره مین د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ کرېکټ سیالۍ پر مهال ندي ژړلي؟

False International

تېره چهار شنبه د 2026 کال کرېکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې خپله دوهمه سیالي په دویم سوپر اور کې وبایلله. د دې لوبې وروسته د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د یو کامره مین انځور، چې پکې ښکاري هغه احساساتي او ژړغونی وي، له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دغه کامره مین یو افغان دی او دا چې لوبه افغانستان وبایلله نو احساساتي او په ژړا شوی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې په انځور کې کامره مین اصلاً محمد العزاوي نومیږي او د عراق دی. نوموړي د افغانستان او سویلي افریقا کرېکټ سیالۍ پر مهال ندي ژړلي، بلکې هغه د 2019 کال AFC اسیا جام پر مهال کله چې عراق له دې جام څخه بهر شو او د قطر پر وړاندې یې لوبه وبایلله، احساساتي او ژړغونی شوی دی. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپاره شويو انځورونو سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «د با احساسه افغان کمره مین سترګې، یوازې او یوازې د افغان کرېکټ ټیم بریا ته وې.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. په انځور کې کامره مین اصلاً محمد العزاوي نومیږي او د عراق دی. نوموړي د افغانستان او سویلي افریقا کرېکټ سیالۍ پر مهال ندي ژړلي، بلکې هغه د 2019 کال AFC اسیا جام پر مهال کله چې عراق له دې جام څخه بهر شو او د قطر پر وړاندې یې لوبه وبایلله، احساساتي او ژړغونی شوی دی. 

موږ ولې وایو، چې د ټولینزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او بیا مو له ادعا سره پر خپور شوي (د کامره مین) انځور په ګوګل ایمج کې سرچ کړ. د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې د ټولینزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده.  

د AFC Asian Cup پر رسمي فیسبوک پاڼې د کامره مین [محمد العزاوي] انځور له ((په زړه پورې. د قطر په وړاندې د شپاړسمې دورې په سیالۍ کې د عراقي عکس اخیستونکي لپاره یو احساساتي شیبه)) کپشن سره خپور شوی دی. 

ارشیف

همدا راز د AFC Asian Cup پر رسمي ایکس پاڼې هم د کامره مین [محمد العزاوي] انځور له ورته کپشن سره خپور شوی دی.

ارشیف

تاسې کولی شئ، چې د افغان کرېکټ لوبغاړي رحمان الله ګربز هغه انځور هم په لاندې توګه مشاهده کړئ، چې د سویلي افریقا او افغانستان لوبې پر مهال اخیستل شوی او بیا د یاد کامره له انځور سره یوځای خپور شوی او شوې ادعا ورسره لیکل شوې ده. 

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې په انځور کې کامره مین اصلاً محمد العزاوي نومیږي او د عراق دی. نوموړي د افغانستان او سویلي افریقا کرېکټ سیالۍ پر مهال ندي ژړلي، بلکې هغه د 2019 کال AFC اسیا جام پر مهال کله چې عراق له دې جام څخه بهر شو او د قطر پر وړاندې یې لوبه وبایلله، احساساتي او ژړغونی شوی دی.

Avatar

سرلیک: په انځور کې کامره مین د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ کرېکټ سیالۍ پر مهال ندي ژړلي؟

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *