
په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر لاس په لاس کیږي ګواکې دا چې د پښتو ژبې سندرغاړی ایوب استاد مړ شوی دی.
د پښتو ژبې سندرغاړی بریالي صمدي هم دې ته ورته پوسټ یې کړی دی.
د بریالی صمدي فېسبوک پوسټ
د تویتر ځیني کاروونکي او د فېسبوک ځیني پاڼې هم دا خبر یې خپور کړی دی. «لیونی مینې کړم آشنا د بیابانو سره- پرېږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو» د ایوب استاد له مشهورو سندرو څخه ګڼل کیږي.
د پېښې ارزونه
مونږ د فېسبوک له لارې یوه وېډیو ته لاسرسی موندلې چې په هغه کې بازمحمد عابد د ایوب استاد پوښتنې ته ورغلی دی. په دې وېډیو کې لیدل کیږي چې ښاغلی عابد د چارو ادارې د رییس ډاکتر فضل محمود فضلی ۶۰ زره افغانۍ نغدی مرسته هم تر ایوب استاده رسوي.
ښاغلي عابد په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي دي: «وړمه شپه چې د ایوب استاد د مړینې خبر په فېسبوک کې ښکته پورته کېده، نو د خبر کرده والي په موخه مې د استاد له کورنۍ سره رابطه وکړه، پوه شوم چې استاد ژوندی دی».
د ښاغلي عابد فېسبوک پوسټ
د کابل پوهنتون استاد او د چارو ادارې ریاست کې د علمي، فرهنګي او ټولنیزو چارو رییس محبوب شاه محبوب په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: «نن د یو شمېر فرهنګي ملګرو سره د پښتو ژبې نوموتي او د طلایي حنجرې څښتن سندرغاړي استاد ایوب پوښتنې ته ورغلو، د هغه د ناروغۍ احوال مو واخیست، په لړزانده غږ یې د مات زړه آواز زمزه کړ».
د محبوب شاه محبوب فېسبوک پوسټ
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې چې کوم خبر د پښتو ژبې نوموتي سندرغاړي ایوب استاد د مرګ په اړه شوی دی، ناسم او اوازه ده. ښاغلی ایوب استاد ناروغ دی.