عمر الصعيدي له خپلو لوڼو سره د اتم مارچ نمانځلو په مناسبت نه، بلکې د روژې په مناسبت ګډ انځور خپور کړی.

False International

عمر الصعیدي، چې د متحده عربي اماراتو (Golden Residency) درلودونکی او د ټولنیزو رسنیو یو مشهور فعال او د ټلویزیوني برنامو کوربه (Anchor) دی، په سوشل میډیا یې له خپلو دوو لوڼو سره څو ورځې وړاندې ګډ انځور خپور کړ.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د نوموړي دغه ګډ انځور له داسې ادعاوو سره وایرل کړ: «دغه کس عرب دی، عمر السيدي نوميږي، په څنګ کې ورسره ولاړې یې دواړه لورګانې دي، … د اتم د مارچ پر مناسبت یې عکس پورته کړى، ….». 

خو دا چې عمر الصعیدي رېښتیا له دې انځور سره په کپشن کې څه لیکلي‌او په کوم مناسبت یې دغه ګډ انځور خپور کړی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!

تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو څو پوسټونه د بېلګو په توګه په لاندې لینکونو کې وګورئ:

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

عمر الصعيدي له خپلو دوو لوڼو سره دا ګډ انځور د اتم د مارچ نمانځلو په مناسبت نه دی خپور کړی، بلکې دوی دا ګډ انځور د روژې میاشتې په مناسبت خپور کړی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي «Ramadan Kareem from our family». 

موږ ولې وایو، چې ګډ انځور د ښځو د نړۍ والې ورځې اتم مارچ نه، بلکې د روژې مبارکې په مناسبت خپور شوی؟

موږ د عمر الصعيدي او هغه سره په انځور کې د هغه د کورنۍ د غړو (لینا عمر، مایا صعیدي) رسمي انسټاګرام او تریډز اکونټونه پیدا کړل. هلته مو ولیدل چې دوی ټولو دغه ګډ انځور له همدې یو کپشن (Ramadan Kareem from our family) سره خپور کړی. دا په دې مانا چې دوی د روژې حالت او یا روژې ته د ښه راغلاست په مناسبت د خپلې کورنې لخوا اظهار کوي.

په لومړي سر کې تاسې کولی شئ، د عمر الصعيدي رسمي اکونټ څخه لېدنه وکړئ او همدا ګډ انځور له ذکر شوي کپشن سره په نښه شوي پوسټ کې وګورئ.

ارشیف

همدا څېر د عمر الصعیدي د فامیل غړې، لینا عمر هم دا ګډ انځور له خپل انسټاګرام او تریډز څخه خپور کړی او هغې پکې خپله مایا صعیدي او عمر الصعیدي هم ټګ کړي دي.

د لینا عمر تریډز پوسټ:

ارشیف

د عمر صعیدي تریډز پوسټ:

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې عمر الصعيدي له خپلو دوو لوڼو سره دا ګډ انځور د اتم د مارچ نمانځلو په مناسبت نه دی خپور کړی، بلکې دوی دا ګډ انځور د روژې میاشتې په مناسبت خپور کړی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي

Avatar

عمر الصعيدي له خپلو لوڼو سره د اتم مارچ نمانځلو په مناسبت نه، بلکې د روژې په مناسبت ګډ انځور خپور کړی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *