په داسې حال کې، چې د ایران او اسراییلو ترمنځ روانې اوږدې شخړې په لویدیځه اسیا کې امنیتي اندېښنې زیاتې کړي دي، وروسره پر یو بل یې د برید کولو احتمال هم زیات شوی دی. خو په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د فیسبوک ځینو کاروونکو د یو شمېر بې تړاوه او پخوانیو انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې، چې ایران پر اسرایلو برید کړی دی. که څه هم د ایران او اسرایلو ترمنځ په دا وروستیو کې له یو بل سره اړیکي ترینګلې دي، خو په ټولنیزو رسنیو کې یاده ادعا غیر حقیقي او ورسره خپاره شوي انځورونه پخواني دي.

تاسو کولی شئ، چې د فیسبوک د ځینو کاروونکو ادعاوې وګورئ:

فېسبوک لینک آرشيف لینک

د ABN Pashto په نوم فیسبوک پاڼې یوه پوسټ کې د روانې اګسټ میاشتې په ۳۰مه ادعا کړې، چې ایران پر اسرائیلو بریدونه کړي دي.

د فیکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د ایران له لوري پر اسریلو د بریدونو په تړاو دغه ادعاوې حقیقت نلري او له غیر حقیقي ادعاوو سره پخواني او بې تړاوه انځورونه خپاره شوي دي.

د څېړنې میتود:

د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له لوري د دې غیر حقیقي ادعا او ورسره د شریک شويو انځورونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره موږ لومړی په ګوګل او ځینو نورو (سرچ انجنو) کې کلیدي کلیمې ولټولې، ترڅو د شوې ادعا په اړه وروستي خپاره شوي مالومات پیدا کړو؛ خو په دې وروستیو کې هیڅ کومې باوري رسنۍ یا سرچېنې پر اسرایلو د ایران د برید په تړوا هغسې چې ادعا شوې، کوم راپور یا خبر ندی خپور کړی.

همدا راز موږ د انځورونو د څېړلو او مالومولو لپاره د ګوګل ریورس ایمیج تر څنګ (ai انځور مالوموونکی یا ډیټکټر) هم وکارولو، تر څو وګورو، چې خپاره شوي انځورونه اصلي دي او که د مصنوعي ځېرکتیا په مرسته جوړ شوي دي.

موږ یوه مقاله وموندله، چې د العربیه نیوز لخوا خپره شوې وه، پکې ویل شوي، تیره اونۍ د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) ویاند وویل، چې د اسراییلو پروړاندې غچ اخیستل ممکن ډیر وخت ونیسي. په مقاله کې دا هم ویل شوي چې نږدې یوه میاشت تیره شوې کله چې ایران په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژنې لپاره اسراییلو ته د "سزا" ورکولو خبرداری ورکړی وو.

Al Arabia Archived Link

د دې تر څنګ موږ په فیسبوک کې له شوې ادعا سره پر شریک شویو دواړو انځورونو د ګوګل د عکس العمل لټون پلي کړ او وموندل شوه، چې شریک شوي انځورونه پخواني دي.

لومړی انځور:

د ګوګل د عکس العمل لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې له شوې ادعا سره شریک شوی لومړی انځور د مشرق نیوز په نوم ویب پاڼې لخوا تیر کال د ۲۰۲۳م په نومبر کې خپور شوی. په مقاله کې د انځور د جزیاتو په اړه ډیر څه نه دي ویل شوي، خو په لویدیځه آسیا او شمالي افریقا کې د اسراییلو - حماس جګړې او د مقاومت محور په اړه یادونه ورسره شوې ده.

Mashreghnews Archived Link

دوهم انځور:

د ګوګل د عکس العمل لټون په پلي کولو سره، موږ وموندله چې له شوې ادعا سره دویم انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی، هم پخوانی دی او د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ مياشت راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې څو – څو ځله خپور شوی دی.

یو X کارونکي ورته انځور شریک کړی او ورسره یې لیکلي: ((پرون زموږ بې پیلوټه الوتکو د نوي اروپایي ایتلاف سره جګړه وکړه...)).

X Archived Link

هماغه عکس بیا د یوې بلې ادعا سره هم شریک شوی:

((ایا دا د AI یا مصنوعي ځېرکتیا په مرسته جوړی شوی انځور دی او که ایران لوی بالونه ترلاسه کړي دي؟ ...))

X Archived Link

د یادوونې وړ ده، چې له شوې ادعا سره له خپرو شویو انځورونو له ډلې یو یې تر ډېره د AI په مرسته جوړ شوی بریښي او فکټ کریسنډو موندنو وښودل، چې دغه انځور 98 سلنه د AI یا مصنوعي ځېرکتیا په مرسته جوړ شوی دی.

AI Detector

پایله

له همدې امله، د فکټ کریسنډو له پورتنیو څېړنو څخه دا څرګنده شوه، چې په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک یادو کاروونکو ادعاوې هم حقیقت نلری او هم ورسره خپاره شوي انځورونه پخواني دي.

Avatar

سرلیک: پخواني او غیر اړوند انځورونه پر اسراییلو د ایران د وروستي برید له ادعا سره شریک شوي.

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading