په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر پخوانیو پېښو انځورونه له دې ادعا سره خپاره شوي، چې ګواکې په یوه جومات کې برید شوی او زیاته مرګ ـ ژوبله لري.


تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ځینو پاڼو یا اکونټونو څخه خپاره شوي پوسټونه وګورئ:

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک

فېسبوک پوسټ آرشيف لینک


په هرصورت، د پورته ادعا او پوسټونو په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي چې، پورته اکونټونه یا د دې په څېر نور د چل او دوکې په بڼه د خپل لایک او کمنټ لپاره دا ډول پوسټونه کوي او خلک تېر باسي.

ټولنیزو رسنیو فېسبوک پوسټ ادعا کوي چې په یوه جومات کې پر عبادت کوونکو درنه چاودنه شوې ده.

د حقېقت څېړنه:

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شویو انځورونو تر شا د حقیقت موندلو لپاره، موږ د تېر په څېر لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې ولټولې، ترڅو ومومو چې ایا رېښتیا هم دا ډول کوم څه پېښ شوي او کنه. بیا موږ پر شریک شویو انځورونو ګوګل ایمیج لټون پلی کړ.

موږ وموندله، چې نه هم شوې ادعا حقیقت لري او نه هم انځورونه د اوسني وخت دي، بلکې دغه انځورونه د پخوانیو پېښو دي او څو کاله وړاندې خپاره شوي دي.


لومړی انځور:

دغه انځور په کال ۱۳۹۶ کې د امریکا غږ راډیو ویبسایټ خپور کړی او ورسره یې لیکلي، چې په هرات کې یوې چاودنې اته کسه وژلي دي.

VOA آرشيف لینک


دوهم انځور:

د ګوګل ایمیج لټون په پلي کولو سره موږ وموندله چې دویم انځور هم پخوانی دی او په ۲۰۲۲ کال کې د هېواد په شمال کې په یوه جومات کې له ځانمرګي برید وروسته اخیستل شوی و


Archived Link TRT WORLD

درېيم انځور:

په درېیم انځور هم موږ د ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او موږ وموندله چې درېیم انځور هم پخوانی دی او په کویټه سیمه پورې اړه لري.


لینک ۳ آرشيف لینک

څلورم انځور:

ورته انځور د ګارډین په نوم ویبپاڼې هم شریک کړی او د خپرې شوې مقالې له مخې دا انځور د لوګر په مرکز پل علم کې د چاودنې له امله لسګونه کسانو ته له وژل کېدو وروسته اخیستل شوی دی.

NY Times Archived link

Refrl.org Archived Link


پایله:

د فکټ کریسنډو موندنو له مخې، چې شوې ادعا دروغ او د ټولنیزو رسنیو (جعلي اکونټونو) له لوري له همدې ادعا سره خپاره شوي انځورونه د پخوانیو پېښو دي او په دا نږدې وخت کې په افغانستان کې د داسې کوم برید یا پېښې راپور ندی ورکړل شوی.

Claim Review :   شوې ادعا دروغ او د ټولنیزو رسنیو (جعلي اکونټونو) له لوري له همدې ادعا سره خپاره شوي انځورونه د پخوانیو پېښو دي او په دا نږدې وخت کې په افغانستان کې د داسې کوم برید یا پېښې راپور ندی ورکړل شوی.
Claimed By :  Social Media Users
Fact Check :  MISLEADING