ایا د پاکستان بې پېلوټه الوتکه په خوست کې را غورځول شوې؟
ادعا
په ټولنیزو رسنیو کې ځیني کسان د یوې غورځېدلې الوتکې عکس خپور کړی او ادعا کوي چې ګواکې د امنیتي ځواکونو له خوا په خوست کې د پاکستان یوه الوتکه ویشتل شوې ده.
تاسو کولی شئ لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:
په فېسبوک پوسټ کې لیکل شوي: «خوست کی پاکستانۍ بی پیلوټه طیاره وروسته له هغی د افغان ځواکونو له خوا وویشتل شوه چی بغیر له اجازې یی غوښتل په افغانستان کی د تحریک ط ا ل ب ا نو پټنځایونه په نخه کړی او وار پری وکړی دا د افغان ځواکونو ستره کامیابی ده».
راځئ چې د ادعا او شریک شوي عکسونو تر شا حقیقت ومومو:
د حقیقت پلټنه
مونږ پر نوموړي عکسونو باندې د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. د پلټنې په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه پخواني دي.
لومړی انځور د څو کلونو وړاندې پورې تړاو لري. دا الوتکه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په غزني کې را نسکوره شوې وه چې د امریکا هېواد پورې یې تړاو درلود.
دا الوتکه په دې وروستیو کې په افغانستان کې نه ده را غورځول شوې.
مونږ په دې اړه د ګوګل کلیدي کلمو پلټنه هم وکړه مګر په دې تړاو مو کوم خبر یا راپور مو ونه مونده.
تاسو کولی شئ چې د نورو جزیاتو لپاره لاندې لېنکونو ته ورشئ:
پایله
له پورتنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې دا انځور د کومې پاکستانۍ الوتکې پورې اړه نه لري او نه هم په دې وروستیو کې ویشتل شوې ده.
دا یوه امریکایي الوتکه وه چې لس کاله وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان په غزني ولایت کې نسکوره شوې وه.
سرلیک: ایا د پاکستان بې پېلوټه الوتکه په خوست کې را غورځول شوې؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False