د لبنان د چاودنې انځور په پاکستان کې د موټر بم برید په توګه خپور شوی دی

False International

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو د لبنان د بیروت یو پخوانی انځور یې خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګنې د پاکستان په شېمه هوټل کې موټر بم برید شوی دی.

د فاکت کرېسیندو د موندنو پر اساس، دا انځور پخوانی دی او تر اوسه کومې رسمي سرچیني تایید کړې نه ده چې ګواکې په دې وروستیو کې پر نوموړی هوټل باندې موټر بم برید شوی وي.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان کال د اګست پر ۵مه ویلي چې ګنې د پاکستان په شېمه هوټل کې پر پوځ باندې موټر بم برید شوی دی.  

د «شمشاد راډیو» په نوم یوې جعلې فېسبوک پانې لیکلې: «‏یا الله شکر! د پنجاب په شیمه هوټل کې د پاکستاني پوځ پر یوه لویه غونډه موټر بم برید شوی، وروسته وسلوال ودانۍ ته دننه شوي، د مرګ ژوبلې شمیره ډیره لوړه ده».

دا فېسبوک پست له نورو سره ۴۳ ځلې شریک شوی دی.

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

دا خبر د یوې بلې فېسبوک پاڼې له خوا هم خپور شوی دی.

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

د فاکت کرېسیندو هندي برخې د یوه پاکستانی خبریال اظهارالله سره اړیکه ونیوله  او د دغې ادعا په اړه یې ترې وپوښتل. ښاغلی اظهارالله چې د ‘Independent Urdu’ سره کار کوي، دا خبر یې ناسم بللی. ده ویلي چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې داسې کومه پېښه نه ده را منځ ته شوې. 

د ښاغلي اظهارالله تویتر

له بلې خوا څخه مونږ پر دغه انځور د ګوګل د انځورونو پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندل چې دا انځور پخوانی دی او د لبنان د بیروت ښار چاودنې پورې اړه لري. 

دا انځور په ۲۰۲۰ زیږدیز کال د اګست په ۵مه د طلوع نیوز له خوا خپور شوی دی.

تویتر لېنک/ آرشیف لېنک

یوازې د ۲۰۲۱ کال د اپریل په میاشت کې د پاکستان په سیرینا هوټل باندې چاودنه شوې وه. دا پېښه د پاکستان په کویټه ښار کې را منځ ته شوې وه. هغه مهال په دې پېښه کې ۶ کسان مړه شوي وو او ۱۲ نور ټپیان وو.

د بي بي سي انګلیسي برخه په دې اړه یو راپور یې د اپریل په ۲۲مه خپور کړی دی.

د راپور لېنک/ آرشیف لېنک

پایله

هغه خبر چې په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان پر شېمه هوټل د موټر بم برید په اړه خپور شوي، تر اوسه تایید شوی نه دی. له بلې خوا دا انځور پخوانی دی چې د لبنان د بیروت چاودنې پورې اړه لري.

Avatar

سرلیک: د لبنان د چاودنې انځور په پاکستان کې د موټر بم برید په توګه خپور شوی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *