
په ټولنیزو رسنیو کې د دوو جلا جلا پېښو پخواني انځورونه نشر شوي او ادعا شوې چې ګواکې پاکستاني طالبانو په پنجاب کې ۶۰ پنجابیان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
خو زمونږ موندنې ښيي چې لومړی انځور د لبنان چاودنې او بل یې په پاکستان کې د اورګاډي د اورلګېدنې پورې اړه لري.
فېسبوک پست ادعا کوي:
« پاکستاني مجاهدینو (طالبانو) په پنجاب ایالت کې په دوو جلا جلا پېښو کې ۶۰ پنجابیان وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي».
تاسوکولی شئ لاندې فېسبوک پست په بشپړه توګه وګورئ:
حقیقت موندنه
مونږ پر عکسونو د ګوګل انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځورونه په پاکستان د پاکستاني طالبانو له خوا د پنجابي کسانو مرګ ژوبلې پورې اړه نه لري.
دا انځورونه د دوو جلا جلا پېښو پورې اړه لري چې په بېلا بېلو وختونو او سیمو کې را منځ ته شوي دي. لومړی انځور د لبنان په بیروت ښار کې د چاودنې پورې اړوند دی چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې وشوه. دوهم انځور په پاکستان کې د یوه اورګاډي اورلګېدنې پورې اړه لري چې په ۲۰۱۹ کال کې را منځ ته شوه.
لومړی عکس:
دا انځور د لبنان د یوې خونړۍ چاودنې پورې اړه لري چې په ۲۰۲۰ کال کې د اګست په میاشت کې تر سره شوه. په دې چاودنه په سل هاوو خلک ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول. د الجزیرې راپور له مخې دا چاودنه په هغه مهال خورا اقتصادي زیانونه یې هم را منځ ته کړل. په دې چاودنه کې ۳ میلیون وګړي خپل کورونه له لاسه ورکړل او په هېواد کې دننه بې ځایه شول.
تاسو کولی شئ د دې چاودنې په اړه نور جزیات په لاندې لېنک کې ولولئ:
دوهم انځور:
دوهم انځور په پاکستان کې د یوه اورګاډي اورلګېدنې پورې اړه لري چې په ۲۰۱۹ کال کې را منځ ته شوه. په دې پېښه کې تر ۷۴ ډېر کسان وژل شوي وو او په سل هاوو نور ټپیان وو. اورګاډی له کراچۍ څخه لاهور ته پر لار وو چې پکې اورلګېدنه را منځ ته شوه.
د ځينو راپورونو له مخې په اورګاډي کې سپاره کسان تبلیغیان وو چې د یوې تبلیغې غونډې لپاره لاهور ته روان شوي وو.
تاسو کولی شئ د لاندې لینک له لارې د پېښې جزیات په تفصیل سره ولولئ:
پایله
د پورتنیو څېړنو څخه را څرګندیږي چې دا انځورونه په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو له خوا د خلک مرګ ژوبلې پېښې پورې اړه نه لري چې پکې د ۶۰ کسانو وژل کېدلو او ۳۰ نورو ټپیان کېدلو ادعا شوې. دا انځورونه پخواني دي. لومړی انځور په لبنان په بیروت کې د چاودنې پورې اړه لري چې په ۲۰۲۰ کال کې را منځ ته شوه. دوهم انځور په پاکستان کې د یوه اورګاډي اورلګېدنې پېښې پورې اړه لري چې په ۲۰۱۹ کال کې را منځ ته شوې وه.

سرلیک: د جلا جلا پېښو پخواني انځورونه د پاکستاني طالبانو له خوا د پنجابیانو د وژل کېدلو ادعا په تړاو خپاره شوي دي
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False