راتلونکې اونۍ کې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانېستلو په تړاو کومه رسمي پرېکړه نه ده شوې

Education False

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې د نجونو ښوونځي به په راتلونکې اونۍ کې پرانېستل شي.

خو زمونږ موندنې ښيي چې تر اوسه په دې تړاو کومه رسمي پرېکړه نه ده شوې او نه هم دا ویل شوي چې ګواکې په راتلونکې اونۍ که به د نجونو ښوونځي پرانېستل شي. که څه هم طالبانو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلسن ته د نجونو د ښوونځیو پرانېستلو ژمنه یې کړې خو نېټه یې نه ده په ډاګه کړې. 

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان میلادي کال د مې په ۸ ادعا کړې چې ګواکې راتلونکې اونۍ له شپږم څخه پورته د نجونو ښوونځي به پرانېستل شي. 

د «لوړو زده کړو وزارت» په نوم یوې جعلې فېسبوک پاڼې لیکلې: «د نجونو د ښوونځيو په اړه ښه خبر: راتلونکی اونی کی به ټول ښونځی بیرته پرانیستلی شی دلومړی څخه تر دولسم پوری.»

دا فېسبوک پسټ له نورو سره 298 ځلې شریک شوی دی.

فېسبوک پسټ/ارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د حقیقت موندنې لپاره د پوهنې وزارت رسمي وېبپاڼه او د طالبانو لوړپوړو چارواکو ټویټر حسابونه مو وکتل. خو هېڅ کومه رسمي سرچېنه دا نه ده ویلې چې ګواکې په راتلونکې اونۍ که به د نجونو ښوونځي بېرته پرانېستل شي. 

که څه هم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلسن ویلي چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت چارواکو سره یې د نجونو ښوونځیو پرانیستلو په اړه خبرې کړې.

ده ویلي چې د پوهنې وزارت چارواکو ورته د نجونو د ښوونځیو پرانېستلو ژمنه کړې خو کره نېټه یې ورته نه ده په ډاګه کړې.

که څه هم طالبانو ویلي چې د نجونو ښوونځي به پرانېستل شي خو داسې کومه مشخصه نېټه یې نه ده مالومه کړې.  

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د نجونو د ښوونځي بېرته پرانېستلو په تړاو کومه رسمي پرېکړه نه ده شوې او نه هم کومه مشخصه نېټه اعلان شوې. که څه هم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلسن ته د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو ویلي چې د نجونو ښوونځي به ژر پرانېستل شي خو نېټه یې نه ده په ډاګه کړې.

Avatar

سرلیک: راتلونکې اونۍ کې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانېستلو په تړاو کومه رسمي پرېکړه نه ده شوې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *