
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ګواکې د هندوستان لومړی وزیر نرندرا مودي له یوه هندي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، که د طالبانو له خوا یوه ټول ګډونه حکومت اعلان شوی وای نو دا هېواد به ورسره د ۳۰ چورلکو او د بیارغونې پروژو مرستې به یې کړې وای.
زمونږ د موندنو پر اساس، ښاغلي مودي په دې اړه هېڅ کومه خبره نه ده کړې او نه هم په دې وروستیو کې یې له کوم هندي تلویزیون سره کومه مرکه کړې ده.
ادعا
وروسته تر هغې چې د طالبانو له خوا کابینه اعلان شوه، په ټولنیزو رسنیو کې یو ناسم خبر لاس په لاس کیږي. په دې ناسم خبر کې راغلي چې ګواکې د هندوستان لومړی وزیر نرندرا مودي ویلي که چېرته طالبانو یو افغان شموله کابینه یې اعلان کړې وای، نو هندوستان به ورسره د جنګي الوتکو او د بیارغونې یو شمېر پروژو مرسته کړې وه.
د ‘Pashto Media’ په نوم یوې فېسبوک پاڼې د روان زیږدیز کال د سپټمبر په ۸مه لیکلې: «هندوستان وایي که چېرته افغانستان حکومت په رښتیا هم داسې یو نظام جوړکړي وای چې ټول افغانان په کې دخیل وای نو مونږ چمتو یو چې دافغانستان سره تر 30 جنګي چورلکو او دبیارغونې پروژو په برخه کې زیاتې مرستې وکړو. نرندرا مودي دغه مرکه دهندوستان ځایي تلویزیون سره کړي».
دا پست له نورو سره ۷۳۱ ځلې شریک شوی دی. راشئ په دې اړه پوه شو چې ایا ښاغلی مودي په رښتیا هم دا خبره کړې ده او که نه؟
حقیقت موندنه
مونږ د فاکت کرېسیندو له اډیټور حارش نایر څخه چې په هندوستان کې اوسیږي، په دې اړه وپوښتل. هغه وویل چې ښاغلی مودي په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د جوړې شوې کابینې او یا هم د مرستو په اړه هېڅ داسې کومې څرګندونې نه دي کړي. له بلې خوا څخه هغه وویل چې ښاغلی مودي په دې وروستیو کې له کوم هندي تلویزیون سره کومه مرکه نه ده کړې.
ښاغلی مودي خپله وروستۍ مرکه دوه کاله وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې کړې ده. د ده وروستۍ مرکه د هند تلویزیون ‘India TV’ له خوا په ۲۰۱۹ کال کې د مې په میاشت کې په یوټیوب کې خپره شوې ده.
مرکه یې کولای شئ له لاندې یوټیوب لېنک څخه وګورئ.
له بلې خوا څخه، د فېسبوک پست په ادعا کې د ښاغلي مودي د مرکې په اړه ورکړل شوی لېنک ناسم دی. په هغه لېنک کې د مودي کومه مرکه شتون نه لري.
داسې ښکاري چې دا ناسم خبر وېبپاڼې ته د ډېرو کاروونکو د را کاږلو په موخه خپور شوی وي تر څو د وېبپاڼې د لیدونکو شمېره ډېره کړي.
پایله
هغه خبر ناسم دی چې ګواکې د هندوستان لومړی وزیر نرندرا مودي د افغان شموله کابینې د اعلان په صورت کې به یې له افغانستان سره د جنګي چورلکو او بیارغونې پروژو مرسته کړې وای.

سرلیک: هندوستان د طالبانو له خوا د ټول ګډونه حکومت د اعلان په صورت کې د چورلکو او د نورو مرستو ژمنه نه ده کړې
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False