ایا رېښتیا اسلام اباد کې پر امریکایي ځواکونو چاودنه شوې ده؟

False International

د روان ۲۰۲۶ کال تېرې اپرېل میاشتې په 10مه نېټه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فیسبوک کاروونکو یو انځور له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا د اسلام اباد په سید پور سیمه کې په امریکایي نویو راغلیو ځواکونو درنه چاودنه ده. خو د دغې ادعا په اړه د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده او خپور شوی انځور اصلاً د 2016 کال فبروري میاشتې هغې چاودنې دی، چې د سوریې په حمص سیمه کې رامنځته شوې وه. 

بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په بېلا بېلو پوسټونو کې لیکلي دي: «اسلام اباد کې په امریکایي ځواکونو درنه چاودنه شوې.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د 2026 له پیل تر دا مهال اصلاً په اسلام اباد کې پر امریکایي ځواکونو د چاودنې هیڅ راپور نشته او له ادعا سره خپور شوی انځور په حقیقت کې د 2016 کال فبروري میاشتې هغې چاودنې دی، چې د سوریې په حمص سیمه کې رامنځته شوې وه.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده؟ 

موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل، چې د 2026 له پیل تر دا مهال مو اصلاً په اسلام اباد کې پر امریکایي ځواکونو د چاودنې کوم راپور پیدا نکړ. بیا مو پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د لاندې پایلو او موندنو په صورت کې مالومه شوه، چې ادعا دروغ او انځور اصلاً د 2016 کال سوریې دی.

ازادي راډیو انګلیسي څانګې یو راپور کې، (2016 فبروري) د همدې انځور سره کپشن کې لیکلي، د سوریې عسکر د فبروري په ۲۱مه د حکومت تر کنټرول لاندې ښار حمص کې د دوو بمي چاودنو ځای معاینه کوي.

ارشیف

الجزیرزې خبري شبکې هم د 2016 کال فبروري کې له یو راپور سره همدا انځور خپور کړی او له انځور سره یې کپشن کې لیکلي دي: دولتي رسنیو وویل، چې د یکشنبې د ورځې بمباري د حمص د الارم ولسوالۍ دروازې ته نږدې وشوه [رویټرز]

ارشیف

رویټرز هم په یو خبر کې همدا انځور خپور کړی او په کپشن کې یې ورسره لیکلي دي:

د سوریې د پوځ عسکر د سوریې د حکومت تر کنټرول لاندې ښار حمص کې د دوو بمي چاودنو ځای معاینه کوي، په دې انځور کې چې د سانا لخوا د ۲۰۱۶ کال د فبروري په ۲۱مه چمتو شوی دی.

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د 2026 له پیل تر دا مهال اصلاً په اسلام اباد کې پر امریکایي ځواکونو د چاودنې هیڅ راپور نشته او له ادعا سره خپور شوی انځور په حقیقت کې د 2016 کال فبروري میاشتې هغې چاودنې دی، چې د سوریې په حمص سیمه کې رامنځته شوې وه.

Avatar

ایا رېښتیا اسلام اباد کې پر امریکایي ځواکونو چاودنه شوې ده؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *