ایا مشهور افغان ټکټاکر ولي الله رېښتیا په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی؟

False National

د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د مشهور افغان ټکټاکر ولي الله صاحبزاده اړوند څو انځورونه، چې له جملې یې یو انځور کې د مړي سټرچر ښکاري، له دې ادعا سره خپاره کړي، چې کواکې نوموړي په یوه ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې دغه ادعا دروغ ده او خپاره شوي انځورونه بې تړاوه او غیر حقیقي دي. 

دا چې بشپړ حقیقت څه دی، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی د دې انځورونو سره خپلو پوسټونو کې لیکلي دي: «افغان مشهوره ټيک ټاکر( ولي الله) نن په ترافيکي پېښه کې خپل ژوند د لاسه ورکړو…».

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده. د ولي الله په نوم افغان ټکټاکر ژوندی دی او له یادې ادعا سره د سټرچر خپور شوی انځور بې تړاوه دی.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا حقیقت نلري؟

موږ لومړی د ولي الله په نوم تکټاکر ټکټاک اکونټ سکرول کړ او بیا مو د سټرچر پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او همدا راز د شوې ادعا اړوند کلیدي توري مو هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې د ولي الله په نوم افغان مشهور ټکټاکر ندی مړ شوی.

موږ د ولي رسمي ټکټاک اکونټ پیدا کړ، چې نږدې ۱۲۵ میلیونه لایکس لري. هلته نوموړي د نومبر په ۸مه تازه ویډیو خپره کړې ده، په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکې د ولي الله د مړیني ادعا د نومبر په ۶مه کړې ده.

تاسې کولی شئ، د ولي الله هغه ویډیو، چې د نومبر په ۸مه یې خپره کړې ده، (دلته) کتلی شئ. 

ارشیف

په سترچر کې د مړي/زخمي هغه انځور، چې د ولي الله اړوند غیر حقیقي ادعا سره خپور شوی، اصلاً د ۲۰۲۴ کال دی. رویټرز خبري اژانس همدا انځور د ۲۰۲۴ کال می میاشت کې خپور کړی او په کپشن کې ورسره لیکل شوي دي:

د می په ۲۱مه د تایلینډ په بنکاک کې د سوورنابومي نړیوال هوایی ډګر کې د بیړني ناستې وروسته، د کارمند یو غړی یو کس په سټرچر کې وړي.

ارشیف

د دې تر څنګ رویټرز خبري اژانس بیا له خپل رسمي یوټیوب چینل څخه د بنکاک یادې پېښې همدې صحنې ویډیو هم خپره کړې چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو ادعا دروغ ده. د ولي الله په نوم افغان ټکټاکر ژوندی دی او له یادې ادعا سره د سټرچر خپور شوی انځور بې تړاوه دی.

Avatar

ایا مشهور افغان ټکټاکر ولي الله رېښتیا په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *