
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او انسټاګرام ځینو کاروونکو د یوې کوچنۍ ماشومې یو انځور خپور کړی، چې پکې ښکاري یو سړی (طالب) دغه ماشومه د لښتې په وهلو سره ګواښي، خو دا چې د دې انځور تر شا حقیقت څه دی او یا دغه انځور رېښتیا دی او که ایډیټ شوی، راځۍ په اړه یې د فکت کریسنډو څېړنه ولولو!
تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو څو پوسټونه د بېلګو په توګه وګورئ: دوی په مختلفو بڼو لېکنې وروسره نشر کړي، چې عمومي مانا یې د ماشومانو او خلکو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او ظلم ښودل دي.

رېښتیا څه دي؟
پورته ذکر شوی انځور، چې یوه ماشومه د یو طالب له لوري د وهلو له ګواښ سره مخ ښکاري، حقيقي انځور نه، بلکې ایډیټ شوی انځور دی او دوه بېلا بېل انځورونه، چې د جلا وختونو دي، سره یوځای شوي دي.
خو دا باید وویل شي، چې د طالب دغه انځور د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی پر مهال په ۲۰۰۱ کال کې ریکارډ شوی او په اصلي انځور کې ښکاري چې د سرک پر غاړه یو طالب د ښځو یوه ډله د لښتې یا لرګي په وهلو سره ګواښي/وهي او یوه ماشومه دغه صحنه ویني.
موږ ولې وایو، چې دا انځور اصلاً حقیقت نلري او دوه جلا انځورونه سره یوځای شوي دي؟
موږ پر خپور شوي انځور د ګوګل ایمیج لټون پلی کړ، چې د ماشومې او د هغه سړي/طالب جلا – جلا انځورونه او شواهد په لاس راغلل. موږ وموندل، چې ماشومه د دې سړي له ګواښ سره نده مخ، بلکې له هغې څخه د انارو ډک ګلاسونه چپه شوي ښکاري او اندېښمنه او په ژړغوني ډول ورته ناسته ده.
موږ لومړی د هغې ماشومې ځانګړی انځور او بیا مو د هغه سړي/طالب انځور، چې لښته یې په لاس ده، پیدا کړ. د ماشومې ځانګړی انځور د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري زیات پوسټ شوی او د هغه سړي/طالب انځور بیا یو مشهور انځور دی، چې د ۲۰۰۱ کال کې د RAWA ایجنسي لخوا د یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی.
لومړی د ماشومې انځور:
د Zamarot Hemat په نوم فیسبوک کاروونکو د ذکر شوې ماشومې ځانګړی انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: “په نړۍ کې تر ټولو ستر قاتل غُربت دی، چې ټولې هیلې، ارمانونه، اړیکې، مينه حتا انسانان خوري”.

د انسټاګرام یو کاروونکي هم د دې ماشومې انځور خپور کړی، چې تاسې یې په لاندې توګه مشاهده کولی شئ.

دوهم د طالب/سړي انځور:
د طالب/سړي انځور په اړه موږ خپل لټون پیل کړ او موږ وموندله، چې دغه انځور اصلاً له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی او اصلي منبع یې د RAWA اجنسي ده. تاسې کولی شئ دغه انځور او د همدې طالب نور هغه انځورونه چې په عین صحنه کې ریکارډ شوي (دلته) وګورئ.

د SUN په نوم امریکایي ویبپاڼې هم دا انځور د «Taliban fighter strikes a group of women with a rod as a child watches on» کپشن سره خپور کړی.

همدا رانګه موږ تاسو ته درې واړه انځورونه په لاندې بڼه درکوو او تاسې کولی شئ تر منځ یې توپیر وکړئ:

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وموندله، چې پورته ذکر شوی انځور، چې یوه ماشومه د یو طالب له لوري د وهلو له ګواښ سره مخ ښکاري، حقيقي انځور نه، بلکې ایډیټ شوی انځور دی او دوه بېلا بېل انځورونه سره یوځای شوي دي.
خو دا باید وویل شي، چې د طالب دغه انځور د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی پر مهال په ۲۰۰۱ کال کې ریکارډ شوی او په اصلي انځور کې ښکاري چې د سرک پر غاړه یو طالب د ښځو یوه ډله د لښتې یا لرګي په وهلو سره ګواښي/وهي او یوه ماشومه دغه صحنه ویني او همدا راز په ملي او نړیواله کچه د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

ایا د دې کوچنې ماشومې سره د تاوتریخوالي دغه انځور رېښتیا دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading