
په ټولنیزو رسنیو کې د اورمان (Uraman) کلي یو انځور له دې ادعا سره خپور شوی، چې ګواکې دا تاریخي دره په کابل (افغانستان) کې موقعیت لري، په داسې حال کې، چې دغه تاریخي دره او کلی اصلاً په ایران کې دی.
د هورامان (Hawraman) یا اورمان (Uraman) تاریخي درې په اړه نور بشپړ او حقیقي مالومات د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی لاندې د ټولنیزو رسنیو څو پوسټونه، چې پکې دا سیمه کابل (افغانستان) یاده شوې، مشاهده کولی شئ.

رېښتیا څه دي؟
د غرونو په منخ کې دا کلی (دره) په کابل یا د افغانستان په کومه سیمه کې نه، بلکې د ایران په لویدیځ کې د کردستان او کرمانشاه ولایتونو ترمنځ موقعیت لري. دا سیمه د هورامان (Hawraman) یا اورامنات (Uramanat) او یا هم د (Oraman Takht village) یوې تاریخي درې په نوم یادیږي. عموماً، د ایران په مختلفو برخو کې، دا سیمه بیا د اورمان (Uraman) په نوم هم پېژندل کیږي. د ۲۰۲۱ کال په جون کې، د هورامان/اورمان دغه تاریخي او کلتوري دره د یونسکو د نړیوال میراث فهرست کې د ایران د ۲۶مې فزیکي کلتوري میراث په توګه ثبت شو.
موږ ولې وایو، چې دغه دره په افغانستان که نه، بلکې په ایران کې ده؟
موږ پر خپور شوي انځور لومړی واټر مارک ته پام شو، او بیا مو په همدې انځور د ګوګل ایمیج لټون هم پلی کړ، چې ځیني شواهد په لاس راغلل. همدا راز موږ د دې سیمي اصلي نومونه هم پیدا کړل، چې پورته ذکر شوي دي.
کله چې موږ پر انځور د (@iran_mustand) واټر مارک ته پام شو، نو په همدې نوم انسټګرام مو وموندو او بیا مو سکرول کړ او هلته مو همدا انځور پیدا کړ، چې په کپشن کې ورسره «گردشگری اورامان hawraman tourism» لیکل شوي دي.

موږ د دې درې یا کلي نور انځورونه په (tripadvisor) ویبسایټ کې هم وموندل او هلته ورسره لیکل شوي، (Hawraman Village).

د دې تر څنګ مو په اډوینچر ایران رسمي ویبسایټ کې د اورمان درې په اړه تفصیلي مقاله وموندله، چې د دې سیمې پر تاریخي او کلتوري برخو پکې مالومات شریک شوي دي او تاسې کولی شئ، ویې لولئ:

همدا راز که تاسې لېوالتیا لرئ، چې د اورمان درې ویډیو وګورئ نو د لاندې یوټیوب چینل څخه یې ننداره کولی شئ.
ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وموندله، چې د غرونو په منخ کې دا کلی (دره) په کابل یا د افغانستان په کومه سیمه کې نه، بلکې د ایران په لویدیځ کې د کردستان او کرمانشاه ولایتونو ترمنځ موقعیت لري او د هورامان (Hawraman) یا اورامنات (Uramanat) او یا هم د (Oraman Takht village) یوې تاریخي درې په نوم یادیږي.

د غرونو په منځ کې دا کلی په کابل (افغانستان) که نه، بلکې په ایران کې موقعیت لري. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False