
د 2026 کال جنوري په بېلا بېلو نېټو د ټولنیزو رسینو فیسبوک ګڼ شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې ګواکې د افغانستان فعلي حکومت (طالبانو) تماس کمېسیون، د افغانستان له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره اړیکه نېولې او ممکن ښاغلی پخوانی ولسمشر محمد اشرف بیرته هېواد ته راستون شي. خو د فکټ کریسنډو څېړنه ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا غولوونکې ده او تر اوسه په رسمي توګه اسلامي امارت (طالبانو) داسې کوم اعلان یا خبر ندی ورکړی، چې ګواکې له اشرف غني سره دې دوی مشخصاً اړیکه نېولې وي او هېواد ته یې د بیرته راستنېدو لپاره ترې غوښتنه کړې وي.
بشپړ مطلب، د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې د افغانستان فعلي حکومت (طالبانو) له قوله لیکلي دي: «افغان حکومت: د پخواني ولسمشر سره مو اړيکه نيولې چې هيواد ته راشى.»


رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. دا درسته ده، چې د طالبانو په حکومت کې د افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون وجود لري، خو تر اوسه په رسمي توګه اسلامي امارت (طالبانو) یا خپله د افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون ندی ویلي، چې ګواکې دوی دې له اشرف غني سره هېواد ته د بیرته راستنېدو لپاره اړیکه نېولې وي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري؟
موږ لومړی د شوې ادعا اړوند کلیدي توري وپلټل او د دې تر څنګ مو په اړوند ادرسونو لکه، رسنیو، د اسلامي امارت د رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد ایکس پاڼه، د بهرنیو چارو وزارت ویبپاڼه، خپله د افغان شخصیتونو سره د ارتباط د کمیسیون ایکس پاڼه او نور سکرول او وکتل، چې د شوې ادعا تر تاریخ مو اصلاً هیڅ داسې رسمي خبر او اعلان ونه موندلو، چې د شوې ادعا ملاتړ وکړي.
موږ وروسته له دې چې په ملي او نړیوالو معتبرو رسنیو کې مو هیڅ داسې خبر ونه موندلو، چې شوې ادعا support کړي، د بهرنیو چارو وزارت ویبپاڼه هم سکرول کړه او هم مو پکې د (اشرف غني اړیکه) کلیدي تورو ته ورته کلمات پکې وپلټل. خو هلته نتېجه دا شوه، چې داسې کوم خبر یا اعلان نه خپور شوی.

د دې تر څنګ موږ د افغان شخصیتونو سره د ارتباط د کمیسیون رسمي ایکس پاڼه سکرول کړه. دا چې ادعا د جنوري میاشتې له 8مې نېټې څخه را وروتسه نېټو کې شوې وه، نو موږ د دغې میاشتې ټول پوسټونه سکرول کړل. تاسې کولی شئ، چې وګورئ، د اشرف غني سره د تماس په اړه کوم خبر ندی خپور شوی.
همدا روز موږ د ذبیح الله مجاهد ایکس پاڼه، چې د اسلامي امارت (طالبانو) رسمي ویاند دی او خپله د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني رسمي فیسبوک پانه، هم سکرول کړه، چې هلته هم داسې کوم خبر نه وو خپور شوی.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر فیسبوک کاروونکو دغه ادعا غولوونکې ده. دا درسته ده، چې د طالبانو په حکومت کې د افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون وجود لري، خو تر اوسه په رسمي توګه اسلامي امارت (طالبانو) یا خپله د افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون ندی ویلي، چې ګواکې دوی دې له اشرف غني سره هېواد ته د بیرته راستنېدو لپاره اړیکه نېولې وي.
ایا د افغانستان فعلي حکومت رېښتیا هم له پخواني ولسمشر اشرف غني سره د بیرته را ستنېدو په موخه اړیکه نېولې؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading

