
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پر کورونا ناروغۍ اخته شوی خو زوی یې دا ادعاوې رد کړي.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جون په ۱۶مه لیکلي چې د ګلبدین حکمتیار د کورونا پایله مثبت اعلان شوې ده. د «نوښت ویبپاڼه» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلي: «د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر کرونا وایروس اخته شوی».
دا خبر د ډېرو فېسبوک پاڼو او فېسبوک کاروونکو تر منځ لاس په لاس شوی دی.
د «خبر عاجل» په نوم هم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې چې ګلبدین حکمتیار په کورونا ناروغۍ اخته شوی او روغتیایي حالت یې ښه نه دی.
دا پست له نورو سره ۸۲ ځله شریک شوی دی.
حقیقت موندنه
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار په خپل فېسبوک کې د خپل پلار اخته کېدل پر کورونا ناروغۍ باندې رد کړی دی.
ده لیکلي: «د مشر د کرونا تست د مثبت خبره غلطه ده، ښه صحت لري او هیڅ صحي تکلیف سره مخ نه ده».
تر اوسه په افغانستان کې ۹۴ زره ۹۱۹ تنه پر کورونا باندې اخته شوي دي چې ۳ زره ۷۶۱ تنه یې مړه شوي دي. په افغانستان کې د کورونا د درېیمې څپې له امله ټول دولتي او خصوصي ښوونیز او تحصیلي بنسټونه د جوزا له ۲۲مې څخه تر دوو اونیو پورې رخصت شوي دي.
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې ناسم دي ګواکې دا چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر کورونا اخته شوی دی. د هغه زوی حبیب الرحمان حکمتیار لیکلي چې پلار یې پر کورونا نه دی اخته شوی او روغتیایي حالت یې ښه دی.

سرلیک: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر کورونا نه دی اخته شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False