پخواني انځورونه په غلط ډول د طالبان مشرانو لخوا اشرف غني ته د رسمي بلنې په توګه شریک شوي. 

False National

اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه له افغانستان څخه وتښتېد، هغه وخت چې طالبان کابل ته ننوتل او د حکومت امنیت سقوط وکړ. هغه وویل چې هغه د “وینې تویولو مخنیوي” او د سړک د جګړې څخه د مخنیوي لپاره لاړ، که څه هم ډیری افغانانو د هیواد پریښودو له امله پر هغه نیوکه وکړه. غني لومړی ازبکستان او بیا متحده عربي اماراتو ته لاړ، چیرته چې هغه له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ځان جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

خو دوه زاړه انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې په غلط ډول شریک شوي دي او ادعا کوي چې پخوانی ولسمشر اشرف غني په رسمي ډول بیرته بلل شوی دی. د یادوونې وړ ده، چې د محمد اشرف غني د بیرته راتګ په اړه دا ډول ادعاووې څو ځله شوي، خو تر دې مهاله ټولې دغه ادعاووې غیر حقیقي او دروغ ثابتې شوي دي. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک یو شمېر کاروونکو ادعا وګورئ:

فېسبوک پوسټآرشيف لینک 

فېسبوک کارکوونکي لخوا د پوسټ له مخې د انځورونو په خپرولو سره لیکلي، چې ولسمشر اشرف غني په رسمي ډول د طالبانو لخوا بیرته بلل شوی و. خو پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له هغه وروسته چې د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو سره سم له هېواده ولاړ، بیا ندی راغلی.

 په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ دي ځکه چې پخوانی ولسمشر اشرف غني د طالبانو چارواکو لخوا بیرته نه دی بلل شوی. همدارنګه شریک شوي انځورونه پخواني دي.

د حقیقت معاینه:

د ټولنیزو رسنیو د ادعاوو او شریک شویو عکسونو د تایید لپاره، موږ لومړی د مستندو رسنیو راپورونه او د طالبانو په مشرۍ د افغان وزارت ویب پاڼې او د ټولنیزو رسنیو هغه راپورونه وپلټل چې ایا اشرف غني په رسمي ډول د طالبانو لخوا بیرته د کار پیل کولو لپاره بلل شوی و. په هرصورت، د طالبانو د چارواکو لخوا د مستندو رسنیو راپورونه یا معلومات شتون نلري.

 موږ د پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په اړه د شوې ادعا په باره په انټرنېټ کې کلیدي کلېمې وپلټلې، تر څو د نوموړي په اړه وروستي راپورونه او مالومات نشته.

موږ همدا راز د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو څخه هم لېدنه وکړه او بیا مو د دې سربیره له شوې ادعا سره پر شریک شوي انځور د ګوګل ایمیج لټون هم پلي کړ.

د اشرف غني ټوېټر پروفایل

د اشرف غني فیسبوک

لومړی انځور

د ګوګل  عکس د لټون په کارولو سره موږ وموندله چې دا عکس د پژوک نیوز لخوا د جولای په ۲۴مه، ۲۰۱۷ کال کې خپور شوی و. د خبر مقالې له مخې، دا عکس هغه وخت اخیستل شوی کله چې پخواني ولسمشر اشرف غني د حج له حاجیانو سره ولیدل.

Pajhwok.com  Archived Link

دوهم انځور

د نورو څېړنو لپاره، د ګوګل د ریورس عکس لټون په کارولو سره،  موږ وموندله چې ورته انځور د څو رسنیو لخوا شریک شوی و. 

دا انځور د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې اخیستل شوی و کله چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.

Sputnik/af  Archived Link

Rohi.af  Archived Link 

د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۲۴مه، طلوع نیوز په خپل فیسبوک حساب کې د غونډې د انځورونو شریکولو سره ولیکل: “ولسمشر غني نن له پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني مجاهد مشر عبدالرب رسول سیاف سره ولیدل او د “اوسني وضعیت” او “سولې پروسې” په اړه یې خبرې وکړې.”

فیسبوک پوسټ  ارشیف لینک

پایله

له پورتنیو څېړنو څرګنده  شوه، چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې له هېواد څخه ولاړ، بیا ندی راستون شوی.  د ټولنیزو رسنیو ادعاوې دروغ دي ځکه چې پخوانی ولسمشر اشرف غني د طالبانو چارواکو لخوا بیرته نه دی بلل شوی. همدارنګه شریک شوي انځورونه پخواني دي.

Avatar

Title:  پخواني انځورونه په غلط ډول د طالبان مشرانو لخوا اشرف غني ته د رسمي بلنې په توګه شریک شوي. 

Fact Check By: Fact Crescendo Team  

Result: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *