فېسبوک د پاکستاني حسابونو د تړل کېدلو پرېکړه نه ده کړې

False Social

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي که چېرته د «پاکستان باندې بندیز ولګوئ» کمپاین دوام ومومي نو فېسبوک به د پاکستاني کاروونکو اکاونټونه په موقتي یا دایمي توګه وتړي. د فېسبوک ویاند فاکت کرېسیندو ته ویلي چې دا راپورونه ناسم دي او فېسبوک دا ډول پرېکړه نه ده کړې.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د «پاکستان باندې بندیز ولګوئ» (Sanction Pakistan) کمپاین په لړ کې ادعا کړې چې ګنې فېسبوک به د پاکستاني کاروونکو حسابونه وتړي. د «کابل میډیا» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د « پر پاکستان بندیز ولګوئ» هشتګ په کارولو سره د روان کال د اګست په ۸مه لیکلې: «فیسبوک وایي که دغه کمپاین دوه ورځې نور دوام وکړی د پاکستانیانو فېسبوکونه، انټرنیت او د بانک اکونټونه به وتړی، په شیر کولو سره پاکستان ته ترټولو سخت تاوان رسیږي او انټرنیټ یی مکمل کار پریږدي».

دا فېسبوک پست له نورو سره ۹۰۴ ځلې شریک شوی دی.

Text

Description automatically generated

فېسبوک پست/ آرشیف لېنک

دا ناسم خبر له نورو فېسبوک کاروونکو او پاڼو تر منځ هم لاس په لاس شوی دی.

Text

Description automatically generated

فېسبوک پست/آرشیف لېنک

د «پاکستان باندې بندیز ولګوئ» کمپاین

افغان کاروونکو په فېسبوک او تویتر کې په پراخه توګه «په پاکستان باندې بندیز ولګوئ» 

(Sanction Pakistan) کمپاین په لاره اچولی دی. په سل هاوو کمنټونه د دې هشتګ په کارولو سره د امریکا ولسمشر جوبایډن، سپینې ماڼۍ، بوریس جانسن او یو شمېر نورو چارواکو په فېسبوک پاڼو کې لیدل کیږي. 

په دې وروستیو کې افغان چارواکو هم په دې کمپاین کې برخه اخستې ده. دا کمپاین داسې مهال تر سره کیږي چې په دې وروستیو کې طالبانو د افغانستان پنځه مهم ښارونه نیولي دي. جګړې او د طالبانو پرمختګ ډېری افغانان یې اندېښمن کړي دي. 

حقیقت موندنه

فاکت کرېسیندو د فېسبوک له ویاند سره اړیکه ونیوله. نوموړی دا اوازې ناسم وبللې. د فېسبوک د ویاند په خبره، دوی داسې کومه پرېکړه نه ده کړې چې د پاکستاني فېسبوک کاروونکو حسابونه دې وتړي. 

پایله

هغه اوازې ناسم دي چې ګواکې « پر پاکستان بندیز ولګوئ» کمپاین د دوام په صورت کې به فېسبوک د پاکستاني کاروونکو حسابونه په موقت یا دایمي ډول وتړي. د فېسبوک ویاند دا ادعاوې رد کړي دي.  د فېسبوک د ویاند په خبره، دوی داسې کومه پرېکړه نه ده کړې.

Avatar

سرلیک: فېسبوک د پاکستاني حسابونو د تړل کېدلو پرېکړه نه ده کړې

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *