د ټولنیزو رسنیو کاروونکي: غني ویلي چې ګواکې ډاکټر عبدالله، حامد کرزی او ګلبدین حکمتیار د پاکستان ځانګړي کسان دي. په اړه یې اصلي حقیقت دلته وګورئ

Partly False Politics

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو او کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي چې د سولې عالي شورا پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د «حزب اسلامي» مشر ګلبدین حکمتیار د پاکستان ځانګړي کسان دي. 

زمونږ پلټنې ښيي چې ښاغلی غني په خپله مرکه کې داسې کومه خبره نه ده کړې.

ادعا

وروسته تر هغې چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي سره د افغانستان د سقوط پر لاملونو او نورو موضوع ګانو مرکه وکړه، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تر منځ یو شمېر ناسم خبرونه لاس په لاس شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر پاڼو د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۳۰مه ویلي چې ګواکې پخوانی افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې ډاکټر عبدالله، حامد کرزی او ګلبدین حکمتیار د پاکستان خاص کسان دي. 

د «خوشال سادات» په نوم یوې جعلي فېسبوک پاڼې لیکلې: «ولسمشر غنى څو شېبى مخکى د (بي بي سي)

سره په يوه تاﺯه مرکه کى ټول حقيقت وویل.

د نظام د سقوط لاملونه يى بيان کړل.

نوموړى کرﺯى عبدالله او ګلبدين حکمتيار د پاکستان خاص کسان معرفى کړل».

فېسبوک پسټ/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ د دې ادعا په اړه د ښاغلي غني وروستۍ مرکه له بي بي سي سره ولیدله. نوموړي په خپله مرکه کې د افغانستان د سقوط پر لاملونو خبرې کړي دي خو دا یې نه دي ویلي چې ګواکې حامد کرزی، ډاکټر عبدالله او ګلبدین حکمتیار د افغانستان خاص کسان دي.

نوموړي د مرکې په یوه برخه کې داسي ویلي چې د هغه واک یې بهرنیان محدود کړی وو چې له مجبورۍ له امله یې ۵۰ سلنه کابینه یې ډاکټر عبدالله او د هغه ملګرو ته ورکړ.

تاسو کولی شئ چې د ښاغلي غني د مرکې دا برخه دلته ولولئ:

ښاغلی غني د مرکې په یوه بله برخه کې د کرزي او ډاکټر عبدالله نومونه یاد کړي او د افغانستان د سقوط پر لاملونو باندې غږېدلی دی. خو دا یې نه دي ویلي چې ګواکې کرزی او ډاکټر عبدالله د پاکستان خاص کسان دي.

له بي بي سي سره د ښاغلي غني د مرکې بشپړه پښتو بڼه کولای شئ چې په لاندې لېنک کې وګورئ. د مرکې پښتو بڼه د ښاغلي غني د فېسبوک پاڼې له خوا خپره شوې ده:

فېسبوک لېنک/ آرشیف لېنک

پایله

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې ښاغلی غني له بي بي سي سره په خپله وروستۍ مرکه کې د افغانستان د سقوط پر لاملونو خبرې کړي دي خو دا یې نه دي ویلي چې ګواکې حامد کرزی، ډاکټر عبدالله او ګلبدین حکمتیار د پاکستان خاص کسان دي.

Avatar

سرلیک: د ټولنیزو رسنیو کاروونکي: غني ویلي چې ګواکې ډاکټر عبدالله، حامد کرزی او ګلبدین حکمتیار د پاکستان ځانګړي کسان دي. په اړه یې اصلي حقیقت دلته وګورئ

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *