
وروسته له هغې، چې امریکایي رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې د قطر شاهي کورنۍ د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ ته د «ایر فورس ون» بوینګ (۸ – ۷۴۷) نوې لوکسه الوتکه د ډالۍ په توګه ورکوي د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د یادې الوتکې په نوم یو انځور خپور کړی، چې ګني دا د همغې الوتکې انځور دی، کومه الوتکه چې قطر ډانلډ ټرمپ ته ډالۍ کړې ده. په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه فیسبوک کاروونکو لخوا خپور شوی انځور حقیقت نلري.
دا چې اصلي انځور کوم او حقیقت څه دی؟ راځي د فکټ کریسنډو دغه څېړنه ولولو!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ.

رېښتیا څه دي؟
هغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو خپور کړی، اصل ندی. د قطر شاهي کورنۍ لخوا ټرمپ ته د ډالۍ په توګه منل شوې الوتکه، د «ایر فورس ون» بوینګ (۸ – ۷۴۷) په نوم ده، چې قیمت یې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر ښودل شوی دی.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو لخوا خپور شوی انځور اصل ندی؟
موږ لومړی د قطر شاهي کورنۍ لخوا ټرمپ ته د ډالۍ په توګه منل شوې الوتکې په اړه راپورونه او انځورونه وپلټل. بیا مو د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو لخوا خپور شوی انځوي په (ai detection) یو ویبسایټ کې چیک کړ. موږ وموندله چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري له ادعا سره خپور شوی انځور اصل ندی، چې په تفصیلي توګه یې په لاندې ډول لوستلی شئ.
تر ټولو لومړی تاسې کولی شئ، چې ټرمپ ته د قطر شاهي کورنۍ لخوا د ډالۍ په توګه منل شوې لوکسې الوتکې لومړي انځورونه، چې (Getty Images) خپاره کړي، په لاندې توګه وګورئ.

بي بي سي د دې الوتکې په اړه یو راپور کې ویلي، (امریکا د قطر څخه د هوايي ځواک یوه الوتکه منلې ده، دا یوه ډالۍ ده چې د ولسمشر ټرمپ پر وړاندې یې نیوکې راپارولي دي. د دې راپور سره بي بي سي لاندې انځور خپور کړی او سرچینه یې Getty Images ایجنسي یاده کړې ده.

سي بي ایس نیوز د هغې الوتکې په اړه یو تفصیلي ویډیو راپور خپور کړی، چې قطر د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته د ډالۍ په توګه منلې ده. تاسې کولی شئ د دې الوتکې د قیمت او پکې د ښته لوکسو سهولتونو په اړه یې د سي بي ایس ټلویزیون په دې راپور کې وګورئ:
موږ د دې سربېره نشر شوی انځور د (AI Detection) پر یو ویبسایټ کې اپلوډ کړی، چې پایله کې یې دغه انځور ته ولیکل “په ډېر احتمال د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه جوړ شوی” انځور دی او تاسې یې په لاندې توګه خپله هم مشاهده کولی شئ:

همدا څېر تاسې کولی شئ د قطر شاهي کورنۍ لخوا ټرمپ ته د ډالۍ په توګه د یادې الوتکې، ادعا شوی او اصلي انځور تماشه کړئ:

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې هغه انځور چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو خپور کړی، اصل ندی. د قطر شاهي کورنۍ لخوا ټرمپ ته د ډالۍ په توګه منل شوې الوتکه، د «ایر فورس ون» بوینګ (۸ – ۷۴۷) په نوم ده، چې قیمت یې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر ښودل شوی دی.

ایا ډانلډ ټرمپ ته قطر په تحفه کې همدغه الوتکه ورکړې ده، چې په انځور کې ښکاري؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False