ایا چین رېښتیا د غزې خلکو سره هوا له لارې د خوراکي توکو مرسته کړې؟

False International

د ۲۰۲۵ کال می میاشتې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښکاري له یوې سترې الوتکې ځمکې ته د توکو مرسته را غورځول کیږيږي. د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) یاد شمېر کاروونکو د دې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې ګني تازه چین د هوا له لارې د غزې خلکو ته د خوراکي توکو مرسته استولې ده. 

خو دا چې ایا رېښتیا په ویډیو کې چې کومه الوتکه ښکاري، د غزې خلکو سره د چین د مرستو ده؟

د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې لیکلي: غزه کې د چین خوراکي توکو مرسته د هوا له لارې داسې وشوه.

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

تر ټولو لومړی دا چې دغه ویډیو اوسنۍ نده، بلکې د ۲۰۲۴ اکتوبر ده، چې د انادولو اژانس پر انسټاګرام خپره شوې او ورسره لیکل شوی، چې دا د خان یونس په سر د هوا له لارې مرستې غورځول کیږي. 

د غزې په تړانګه کې د حکومتي رسنیو دفتر رییس اسماعیل الثوابتا د می په ۱۹مه رویټرز ته وویلي، چې د چین ولسي جمهوریت غزې ته د هوا له لارې هیڅ ډول مرستې ندي لیږلي او چین د هغو هیوادونو په ډله کې نه و چې د مرستې لپاره یې په هوايي رسولو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا دروغ ده؟

موږ د خپرې شوې ویډیو یو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل، چې هلته مو ډېر داسې ثبوتونه وموندل چې ښیي، چین دغه مهال چې ادعا شوې، غزه ته د هوا له لارې هیڅ کومه مرسته نده استولې.

د Anadolu English ایجنسي له انسټاګرام څخه دغه ویدیو تېر ۲۰۲۴ کال اکتوبر کې خپره شوې ده، په داسې حال کې د ټولنیزو رسنیو ادعا د ۲۰۲۵ کال می میاشت په اخیرو کې شوې ده. تاسې د انادولو ایجنسي له انسټاګرام څخه همدا ویډیو مشاهده کولی شئ.

ارشیف

په ورته تاریخ د Daily Sabah له انسټاګرام هم د همدې مرستو ویډیو خپره شوې ده، چې هلته د چین هیڅ ذکر ندی شوی او تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

ارشیف

بل لور د ilfarosulmondo.it په نوم یو ایټالیاوي ویبسایټ په خپل یو راپور کې واضح لیکلي او عنوان یې (China Has Not Conducted Any Aid Drops) دی. 

ارشیف

په ورته تاریخ د ۲۰۲۴ کال اکتوبر ۱۷مه باندې بیا د اماراتو خبري ایجنسي wam.ae د یادو مرستو په اړه خپل ویبسایټ کې یو تفصیلي راپور او ویډیو خپره کړې.

دوی لیکلي: د دفاع وزارت د ګډو عملیاتو قوماندې د (Birds of Goodness) عملیاتو د یوې برخې په توګه د بشري او مرستندویه مرستو د ۵۱مې هوايي جوپې د پلي کولو اعلان وکړ.

د متحده عربي اماراتو د دوامداره بشري ملاتړ د یوې برخې په توګه دې جوپه کې د غزې اوسیدونکو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرستې شاملې وې. 

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ۲۰۲۵ کال می میاشتې پر مهال چین غزې ته د هوا له لارې هیڅ مرستې ندي استولي او د ټولیزو رسنیو له لوري د چین د مرستو په نوم خپره شوې ویډیو نه یوازې دا چې د چین د مرستو پورې اړه نلري، بلکې پخوانۍ هم ده.

Avatar

ایا چین رېښتیا د غزې خلکو سره هوا له لارې د خوراکي توکو مرسته کړې؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *