
په ټولنیزو رسنیو کې د یو سپین رنګ لرونکي سپي انځور د جرمني شیپرډ (کپیتان) په نوم وایرل شوی، چې ګني دا هغه سپی دی، چې د مالک میګویل ګوزمان تر مړیني وروسته یې د وفادارۍ له امله هغه ته کلونه په هدیره کې انتظار کړی دی. په داسې حال چې د کپیتان سپي رنګ سپین نه وو.
دا چې رېښتیا د کپیتان سپي انځور کوم یو دی، راځئ د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې مشاهده کړو!
د فیسبوک کاروونکو څو پوسټونه په لاندې توګه مشاهده کولی شئ:

رېښتیا څه دي؟
که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک کاروونکو له لوري د ذکر شوي کپیتان سپيکېسه حقیقت لري، خو له دې کېسې سره د سپي کوم انځور چې خپور شوی، غلط دی. په اصل کې جرمنی شیپرډ (کپیتان) نومې سپی، چې د وفادارۍ دغه کېسه لري، ټول سپین نه، بلکې زیات تور او په غاړه او پښو کې لږ سپین رنګ لري. کپیتان سپي د ارجنټاین په Villa Carlos Paz ښار کې له خپل مالک یا څښتن سره ژوند کاوه.
موږ ولې وایو، چې په ټولنیزو رسنیو کې دغه انځور د کپیتان سپي ندی؟
موږ لومړی د کېسې د محتوا کلیدي توري په ګوګل کې سرچ کړل او بیا مو هغه انځور په ګوګل ایمیج کې وپلټلو، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا خپور شوی وو. موږ زیات شمېر مطالب او د ذکر شوي سپي کېسه پیدا کړه. همدا راز موږ وموندل، چې دغه انځور، چې په ټولنیزو رسنیو کې د کپیتان سپي له کېسې سره وایرل شوی، غلط انځور دی.
د ارجنټاین هېواد په La Voz مشهور ویبسایټ کې د کپیتان سپي دغه کېسه په لومړي ځل 2012 کې را نقل شوې ده.
د یاد ویبسایسټ په راپور کې لیکل شوي، چې کپیتان سپي د ارجنټاین په Villa Carlos Paz ښار کې ژوند کاوه، چې د خپل خاوند میګویل ګوزمان تر مړینې وروسته په ۲۰۰۶ کال کې له کور څخه ورک شو. خو کله چې څو اونۍ وروسته د میګویل ګوزمان د کورنۍ غړي د هغه د قبر لېدلو ته ورغلل نو هلته یې کپیتان هم ولېد، چې نوره کېسه یې تاسې په لاندې راپور کې هم لوستلی شئ.

همدا راز د CBC چینل ویبسایټ د (د یو سړي تر ټولو ښه ملګری، ان له مرګ وروسته: سپی شپږ کاله د خپل مالک قبر ته نږدې تیروي) تر عنوان لاندې راپور او انځور خپور کړی چې تاسې لوستلی شئ:

د NowThis Impact په نوم خبري چینل په خپل رسمي ایکس پاڼه 2017 کې پوسټ کړی او لیکلي یې دي، چې «دا سپی د ۱۱ کلونو لپاره هره شپه د خپل مالک د قبر سره ویده کېده – او په هماغه ځای کې مړ شو».
د دې هر څه تر څنګ تاسې د فکټ کریسنډو سریلینکا ټیم څېړنه هم کتلی شئ، چې د دې موضوع په اړه یې کړې ده.
په لنډه توګه تاسې د کیپټن نومي سپي اصل او وایرل شوي انځور توپیر په لاندې توګه کولی شئ:

پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، چې که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې د فیسبوک کاروونکو له لوري د ذکر شوي سپيکېسه حقیقت لري، خو له دې کېسې سره د سپي کوم انځور چې خپور شوی، غلط دی. په اصل کې جرمنی شیپرډ (کیپټن) نومې سپی، چې د وفادارۍ دغه کېسه لري، ټول سپین نه، بلکې زیات تور او په غاړه او پښو کې لږ سپین رنګ لري. کیپټن سپي د ارجنټاین په Villa Carlos Paz ښار کې ژوند کاوه.

د کپیتان نومي یو وفادار سپي کېسه؛ اصل انځور کوم دی؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading