
افغانستان ته د اشرف غني د راتګ او په پنجشیر کې د مقاومت ملي جبهې ځواکونو د فعالیتونو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر جعلي خبرونه خپاره شوي دي.
په یو فیسبوک پوسټ کې ادعا شوې چې ګواکې پخوانی افغان ولسمشر اشرف غني پنجشیر ته تللی دی. له ادعا سره یو عکس هم د ثبوت په توګه خپور شوی دی.
تاسو کولی شي لاندې فیسبوک پوسټ وګورئ:

د فیسبوک پوسټ ادعا کې راغلي: «نا تایید شوي رسنۍ وایي چې ولسمشر غني پنجشیر ته راغلی».
راځئ چې د ادعا او شریک شوي عکس په اړه حقیقت ومومو:
حقیقت موندنه
مونږ د حقیقت موندلو لپاره پر شریک شوي انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه.
د پلټنې په لړ کې مو وموندله چې عکس پخوانی دی. دا عکس په ۲۰۱۹ کال کې هم د ټویټر کاروونکو له خوا شریک شوی وو.

په انځور کې پر اشرف غني سربېره، امرالله صالح او یو بل تن هم لیدل کیږي.
پژواک خبري اژانس هم دا عکس یې له دوو نورو عکسونو سره په ۲۰۲۱ میلادي کال کې خپور کړی دی. د پژواک په تویت کې هغه مهال راغلي وو چې ګواکې یو شمېر کسان به د نویو والیانو په توګه وټاکل شي. په دې لړ کې محمد عالم ساعي د تخار، احمد ایشچي د جوزجان او عبدالمالک د فاریاب احتمالي والیانو نومونه لیدل کیږي.

اشرف غني د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه تر تېښتې وروسته خبر ورکړ چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای په متحده عربي اماراتو کې پناه اخیستې ده. نوموړی له هغه مهال څخه تر اوسه افغانستان ته نه دی راستون شوی.
تر دې وړاندې هم افغانستان ته د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني د بېرته راستنېدو ادعاوې د فاکټ کریسینډو لخوا پلټل شوې وې.
تاسو کولی شئ د اشرف غني په اړه د حقیقت موندنې ځيني راپورونه دلته ولولئ:
فیکټ کریسینډو افغانستان : اشرف غني آرشيف لینک
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه څرګندیږي چې د فېسبوک پوسټ ادعا ناسمه ده. د هغه په تړاو شریک شوی عکس پخوانی دی. په دې وروستیو کې پنجشیر ته د ښاغلي غني د تللو په اړه کوم موثق خبر نه دی خپور شوی.

سرلیک: پخوانی ولسمشر اشرف غني متحده عربي اماراتو کې دی خو کاروونکي ادعا کړې چې پنجشیر ته تللی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False