
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو په عراق کې د امریکا پر سفارت باندې د برید پخوانی انځور د تازه خبر په توګه خپور کړی دی.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د روان زیږدیز کال د مې او جون په میاشتو کې په عراق کې د امریکا پر سفارت د برید پخوانی انځور بیاځلې خپور کړی دی. دوی ادعا کړې چې ګنې په دې وروستیو کې د امریکا پر سفارت باندې برید شوی دی.
د «تازه خبرونه» په نوم یوې فېسبوک پاڼې د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۸مه لیکلې: «تازه: عراق کې د امريکا په سفارت بريد شوی».
دا خبر له نورو سره ۹۶ ځله شریک شوی دی.
حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور د ګوګل د انځورونو برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا خبر او انځور پخوانی دی. په عراق کې د امریکا سفارت باندې دا برید په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د ډسمبر په ۳۱مه د لاریون کوونکو له خوا تر سره شوی وو. قهرجنو اعتراض کوونکو د امریکا د یوې بمبارۍ په غبرګون هغه مهال د امریکا سفارت باندې یرغل کړی وو. امریکا په یوه هوایي بمبار کې د ایران پلوه ملیشې ۲۵ تنه وژلي وو. د دې پېښې په غبرګون کې شعیه پلوه اعتراض کوونکو لومړی د سفارت دروازه یې ماته کړې وه او وروسته یې په اور لګونې باندې لاس پورې کړی وو.
په راپور کې لیدل کیږي چې دا پېښه پخوانی دی
پایله
هغه ادعا ناسم ده چې ګواکې په دې وروستیو کې په عراق کې د امریکا پر سفارت باندې برید شوی دی. دا پېښه په ۲۰۱۹ کال کې را منځ ته شوې وه او اوسنی نه دی. قهرجنو لاریون کوونکو د امریکا له خوا د هوایي بمبار په غبرګون کې په عراق کې د دې هېواد سفارت مخې ته اور ورته کړی وو.

سرلیک: په دې وروستیو کې په عراق کې د امریکا پر سفارت برید نه دی شوی
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Partly False