
د ۲۰۲۵ کال اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه د ټولنیزو رسنیو فیسبوک یو شمېر کاروونکو د امریکایي ځواکونو او بګرام هوایي اډې څو انځورونه له دې ادعا سره خپاره کړل، چې ګني بګرام هوایي اډې ته امریکایي عسکر داخل شول، په داسې حال کې چې خپاره شوي انځورونه ډېر پخواني دي او بګرام هوایي اډې ته تر دا مهاله په حضوري توګه د بهرنیو عسکرو را رسېدو خبرونه رد شوي دي.
بشپړ مطلب د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی په خپلو پوسټونو کې درې انځورونه په ګروپي یا یو فریم کې خپاره کړي او ورسره یې لیکلي: «تازه خبر! امریکایي پوځیان بګرام ته راورسیدل…»

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده او له دغې ادعا سره خپاره شوي انځورونه پخواني دي.
موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو دغه ادعا ناسمه ده او خپاره شوي انځورونه پخواني دي؟
موږ لومړی پر خپاره شويو درې واړو انځورونو د تېر په څېر ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې شوې ادعا ناسمه ده او ورسره خپاره شوي انځورونه پخواني دي.
له ادعا سره خپور شوی انځور چې اصلاً د درې بېلا بېلو انځورونو یو جوړ شوی انځور دی، په لاندې توګه څېړل شوی دی.
لومړی انځور:
د NPR په ۲۰۲۱ یو راپور کې چې عنوان یې ((امریکا د بګرام هوايي ډګر پریږدي، فدرالي اور وژونکي ستړي شوي…)) دی، همدا انځور خپور کړی او په کپشن کې ورته لیکل شوي دي: «د ۲۰۰۲ کال د جنوري په ۱۵مه، امریکایي عسکر د بګرام هوايي ډګر په ترامک کې د ملګرو ملتونو الوتکو ته نږدې کیږي.»

دویم انځور:
د the Guardian ورځپاڼې دغه انځور ۲۰۲۱ کې د یو راپور سره، چې عنوان یې (امریکایي ځواکونه له نږدې ۲۰ کلونو وروسته د افغانستان د بګرام هوايي اډې څخه ووتل). د دې انځور په تفصیلي کپشن کې لیکل شوي دي، چې د امریکا د پوځي هوايي ځواک یوه الوتکه د کابل په شمال کې د بګرام په پوځي اډه کې الوتنه کوي.

د انځورونو د سټاک مشهورې ایجینسي alamy دغه انځور له خپل واټر مارک سره خپور کړی او د اخیستو نیټه یې ۲۰۰۷ کال لیکلی. د دې انځور سره په عنوان کې لیکل شوي دي: د افغانستان بګرام هوايي ډګر يو منظر د هوايي ترافيک د کنټرول برج له پاسه له يوې بارانې شیبې وروسته.

همدا راز افغانستان انټرنشنل د بګرام په اړه د وروستیو ضد او ناقص راپورونو په تسلسل کې لیکلي: په واشنګټن کې دوو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې امریکا په افغانستان کې هېڅ ځواک نه لري او د بګرام په اړه اوازې بې اساسه دي.
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو ادعا ناسمه ده او له دغې ادعا سره خپاره شوي انځورونه پخواني دي. همدا راز تر دا مهاله په بګرام کې د امریکایي یا نورو بهرنیو ځواکونو شتون د مسوولو چارواکو لخوا رد شوی دی.
بګرام ته امریکایي ځواکونه ندي راغلي؛ خپاره شوي انځورونه پخواني دي. : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

