
ځیني رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرتیرو پخواني انځورونه د نوي انځورونو په توګه خپاره کړي دي.
ادعا
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرتیرو عکسونه د دغې قول اردو فېسبوک پاڼې، د هېواد رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له خوا د اپریل د میاشتې په ۲۰۲۱ کال کې بیاځلې لاس په لاس شوي دي. د دغو سرتیرو عکسونه چې د تراویح لمانځه پر مهال په ۲۰۱۹ کال کې اخستل شوي وو، بیاځلې د ۲۰۲۱ کال په روژې میاشت کې خپاره شوي دي.
د ملي ټلویزیون پښتو فېسبوک پاڼه
د آمریکا غږ پښتو فېسبوک
د یادولو وړ دی چې دا پخواني انځورونه په لومړي ځل د ۲۰۹ شاهین قول اردو فېسبوک پاڼې له خوا خپاره شوي دي خو د عکسونو نېټه یې نه ده لیکلې.
سپیناوی
مونږ د ګوګل د تصویر برعکس پلټنې له لارې وموندله چې دا عکسونه په ۲۰۱۹ کال کې اخستل شوي دي چې د ۲۰۱۹ کال پورې تړاو لري. دا عکسونه د ۲۰۹ شاهین قول اردو پورې اړوند دی خو د ۲۰۱۹ کال د روژې د میاشتې تراویح لمانځه پر مهال اخستل شوي دي. دا عکسونه د ۲۰۲۱ کال د روژې میاشتې تراویح لمانځه پورې اړوند نه دي.
د «خبر تازه» په نوم یوه فېسبوک پاڼه چې دا انځورونه یې د ۲۰۱۹ کال د مې په میاشت کې خپاره کړي، لیکلي: «د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرتیرو د تروایح لمونځ».
د فېسبوک یوه پاڼه دا انځورونه یې په ۲۰۱۹ کال کې خپاره کړي دي
یوه بله فېسبوک پاڼه چې دا انځورونه یې په ۲۰۱۹ کال کې خپاره کړي، لیکلي: «له ۳ زرو څخه ډېر ملي ځواکونو د ۲۰۹ شاهین قول اردو په نظامي قرارګاه کې د روژې د میاشتې وروستۍ تراویح او د قرآن کریم ختم یې تر سره کړ».
پایله
یو شمېر رسنۍ او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرتیرو پخواني انځورونه چې د ۲۰۱۹ کال روژې میاشت کې اخستل شوي وو، بیاځلې د ۲۰۲۱ کال روژې میاشت کې خپاره کړي دي. ډېری فکر کوي چې دا انځورونه د سږکال روژې دي، خو دا انځورونه اوسني نه دي.