د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې ګواکې نوموتي افغان سندرغاړی جاوید امیرخېل د پاکستان په کویټه کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.

خو زمونږ پلټنې ښيي چې دا انځور پخوانی دی او ښاغلی امرخېل روغ رمټ دی.

د «شازیه حیاء» په نوم یوې فېسبوک پاڼې لیکلې: «د ملی سندر غاړی جاوید امرخیل پاکستان کویټه کې په یوه ترافیکی پیښه کی خپل ژوند دلاسه ورکړی ویډو کې ښکاریږی چې د پاکستان پولیسو قصدآ دا کار کړی».

فېسبوک پسټ/ ارشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ لومړی پر دې انځور د ګوګل برعکس پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې د ویجاړ شوي موټر دا انځور پخوانی دی. د راپورونو له مخې، دا موټر په هغه ترافیکي پېښه کې ویجاړ شوی چې په ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې یې له یوه بار وړونکي موټر سره یې ټکر کړی وو. دا پېښه د کابل-خوست پر لویه لاره را منځ ته شوې وه چې پکې ۴ کسان مړه شوي وو او ۵ نور ټپیان وو. د انعکاس راډیو تویتر دا انځور یې په ۲۰۲۰ میلادي کال د جون په ۲۳ خپور کړی دی.

تویتر/ ارشیف لېنک

له بلې خوا مونږ د ښاغلي امیرخېل فېسبوک پاڼې ته ورغلو او ومو لیدله چې نوموړی اوس هم په دې وروستیو کې په فېسبوک کې فعالیت لري.

نو له دې څخه څرګندیږي چې ښاغلی امیرخېل ژوندی دی او د مړینې خبر یې حقیقت نه لري.

پایله

جاوید امیرخېل په کومه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی. نوموړی اوس هم په فېسبوک کې فعاله دی او د هغه په تړاو خپور شوی انځور پخوانی دی.

Avatar

سرلیک: په ترافیکي پېښه کې د افغان سندرغاړي جاوید امیرخېل د وژل کېدلو خبر ناسم دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False