په پاکستان کې د اورګاډي د ټکر انځور پخوانی دی

International Partly False

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د پاکستان د اورګاډي د ټکر پخوانی خبر د تازه خبر په توګه خپور کړی دی.

ادعا

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د روان زیږدیز کال د جون په ۷مه د اورګاډي د ټکر یو پخوانی انځور خپور کړی. دوی ویلي په پاکستان کې یو اورګاډی له خپل مسیر څخه اوښتی دی. د دغو کاروونکو په باور چې په دې پېښه کې ۳۰ کسان مړه شوي دي. د شفیق الله صافی “Shafiqullah Safi”  په نوم یوې فېسبوک پاڼې دا پخوانی انځور یې خپور کړی او لیکلي: «دپاکستان سند ایالات کې یو اورګاډی دخپل مسیره اوښتی چې له امله یې ۳۰ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان دي». 

دا پست له نورو سره ۲۱۲ ځله شریک شوی دی. 

Graphical user interface, application, website

Description automatically generated

 

فېسبوک/ آرشیف لېنک

حقیقت موندنه

مونږ پر دغه انځور څېړنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور پخوانی دی او په سند ایالت کې د اورګادي ټکر پورې اړه نه لري. د “Ndtv.com” وېبپاڼه دا خبر او انځور یې په ۲۰۱۶ کال کې خپور کړی دی. 

Graphical user interface, website

Description automatically generated

په راپور کې لیدل کیږي چې دا انځور پخوانی دی

وېبپاڼه/ آرشیف لېنک

په سند کې د اورګاډی ټکر

د روان زیږدیز کال د جون په ۷مه د پاکستان د سند په ایالت کې د اورګاډي ټکر را منځ ته شو. په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي دي. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پېښې په اړه خواشیني ښودلې.

Avatar

سرلیک: په پاکستان کې د اورګاډي د ټکر انځور پخوانی دی

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: Partly False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *