په کندهار  کې وروستي پاکستاني ډرون  بریدونو جعلي ادعا سره پخواني انځورونه شریک شوي. 

False International

د فیسبوک یو شمیر کاروونکو له دې ادعا سره چې ګواګې په کندهار کې پاکستان لخوا په دې وروستيو کې ډرون بریدونه شوي دي، پخواني انځورونه  خپاره کړي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې کندهار کې کوم پاکستاني ډرون  الوتکو بریدونه نه دي شوي. 

تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک کاروونکو ادعا وګورئ:

فېسبوک لینک  آرشيف لینک

فيسبوک لینک  آرشيف لینک 

د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو له لوري په پورته پوسټ کې ادعا دا ده، چې د کندهار ولايت مقام باندې پاکستان لخوا ډرون الوتکو بريد شوی.

په هرصورت، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکي په کندهار ولایت کې پاکستان لخوا ډرون الوتکو  برید شوی، دروغ دي او ورسره شریک شوی انځورونه پخواني او بې تړاوه دي.

د حقیقت معاینه:

د فیسبوک کاروونکو لخوا د ادعا د تایید لپاره، موږ لومړی په انټرنیټ کې کلیدي کلمې وپلټلې، ترڅو معلومه کړو چې په کندهار کې رېښتیا هم داسې کومه پېښه رامنځته شوې ده او کنه. بیا مونږ د شوې ادعا سره پر شریک شوی انځورونو د ګوګل ایمیج شرچ پلی کړ، چې اصلاً نه هم موږ په کندهار ولایت کې د داسې کومې  پاکستاني درونونو بريدونو پېښې په اړه د رسنیو راپور پیدا کړ او نه هم دغه شریک شوي انځورونه اوسني دي.

د انځورونو په اړه لاندې ولولئ او وګورئ:

بیا مونږ د شوې ادعا سره پر خپاره شويو انځوروننو د ګوګل ایمیج شرچ پلی کړ، موږ وموندله چې شریک شوي انځورونه هم پخواني دي.

لومړی انځور 

د شریک شوي انځور په اړه د ګوګل ریورس عکس لټون په کارولو سره موږ وموندله چې ورته عکس د  ۲۰۱۸م کال د می ۳مه  کې د یوې خبري ویب پاڼې لخوا خپور شوی و او د خپرې شوې مقالې له مخې، دا عکس په کابل کې د یوې مرګونې حملې وروسته اخیستل شوی و چې له ۱۶ څخه ډیر کسان پکې ووژل شول.

Menafn.com 

دوهم انځور

دویم انځور کې یوه چاودنه ښکاري، خو دغه انځور هم په کندهار پورې تړاو نلري. دا انځور هم ۲۰۱۹ کې د رسنیو له لوري په کابل کې د چاونې د پېښې په تړاو خپور شوی دی.

X Archived Link  

تاسو کولی شئ د پیښې په اړه نور معلومات د لاندې خبر لینک څخه ولولئ:

Afghanistan.Asia  Archived Link  

پایله

له همدې امله، د فکټ کریسینډو موندنې ښیي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هغه ادعا چې ګواکي په کندهار ولایت کې پاکستان لخوا ډرون الوتکو  برید شوی، دروغ دي او ورسره شریک شوی انځورونه پخواني او بې تړاوه دي.

Avatar

سرلیک: په کندهار  کې وروستي پاکستاني ډرون  بریدونو جعلي ادعا سره پخواني انځورونه شریک شوي. 

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team 

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *