
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د یوې نرښځې (اجړا) انځور چې په پاکستان کې له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې وه خپور کړی. دوی د دې انځور په خپرولو سره لیکلي چې یوې ښځې د یوه پردي هلک سره په ټیلیفون کې د خبرو له امله د خپل خاوند له خوا وهل شوې ده.
ادعا
د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي د یوې نرښځې انځور د روان زیږدیز کال د مې پر ۲۵مه خپور کړ. په انځور کې د نرښځې تر شاه ټپونه لیدل کیږي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي ادعا کړې چې دا کس د خپل خاوند له خوا د تیلیفوني خبرو له امله وهل او ډبول شوې ده.
حقیقت موندنه
مونږ پر دغه انځور باندې څېړنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا انځور د پاکستان د یوې نرښځې پورې اړه لري. زمونږ د څېړنو پر اساس، دا نرښځې د یوه پروګرام له تر سره کولو څخه وروسته د فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده. د پاکستان د ټولنیزو رسنیو کاروونکي دا انځور د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۷مه خپور کړی دی. د تویتر یوه پاکستانی کاروونکي د دغه انځور په خپرولو سره لیکلي چې دا نرښځې د منصور خان په نوم د یوه کس له خوا یوه پروګرام ته بلل شوې وه. تر هغې وروسته دا نرښځې د منصور خان له خوا د سخت فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.
Warsak Road in Pakistan a man named Mansoor Khan called the eunuchs to a function where an eunuch was later subjected to the worst kind of torture. By the way, this is not the first time such news has been seen and heard.
— شہزاد حسین, Shahzad Hussain (@SHussainShokat) March 7, 2021
Pakistan's so-called media is silence on eunuchs. pic.twitter.com/d4PlS8oLVA
له بلې خوا څخه دا انځور د Cayote.opentmtx.com وېبپاڼې د یوه کاروونکي له خوا هم خپور شوی دی. ده هم لیکلي چې منصور خان دا نرښځې د یوه پروګرام لپاره غواړي او وروسته ورته داسې شکنجه ورکوي.
Cayote.openmtx.com / Archived-Link
پایله
په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د نرښخې انځور په خپرېدلو سره چې ادعا شوې ګواکې دا نجلۍ د خپل خاوند له خوا وهل شوې، ناسم دی. په انځور کې دا کس په پاکستان کې د فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.

سرلیک: ایا دا ښځه د خپل خاوند له خوا د تیلیفوني خبرو له امله وهل شوې؟
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False