
د ۲۰۲۵ کال نومبر میاشتې په بېلا بېلو نېټو د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو یو انځور، چې پکې ښکاري یوه مېرمن د امریکایي عسکر لاس ښکلوي، له دې ادعا سره خپور کړی، چې ګواکې دا په امریکا کې یوه افغان وګړې ده او د یو امریکایي عسکر لاس یې ښکل کړی دی. خو د فکټ کریسنډو موندنې ښیي، چې له ادعا سره وایرل شوی دغه انځور حقیقت نلري او د دې صحنې په اصل ویډیو کې د لاس ښکلولو کومه صحنه نه لېدل کیږي.
د بشپړ مطلب او پوهاوي لپاره د فکټ کریسنډو همدا څېړنه ولولئ!
لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له خپور شوي انځور سره خپلو پوسټونو کې لیکلي: «د )من افغان نیستم( ډلې غړو د امریکا د ملي ګارډ عسکر په ګلانو ونازول او څرګنده يې کړه چې دوی ساتونکي دي او لاسونه يې بايد ښکل شي…».

رېښتیا څه دي؟
د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د هغې مېرمنې انځور، چې پکې ښکاري د یو امریکایي عسکر لاس یې ښکل کړی دی، په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی دی او په اصلي ویډیو کې داسې کومه صحنه نه لېدل کیږي.
موږ ولې وایو، چې دغه وایرل شوی انځور حقیقت نلري؟
موږ پر خپور شوي انځور ګوګل ایمیج لټون پلی کړ او بیا مو په ګوګل کې د شوې ادعا اړوند کلیدي توري هم وپلټل. د پایلو په صورت کې مالومه شوه، چې خپور شوی انځور په ai جوړ دی او په اصلي ویدیو کې داسې کومه صحنه نه لېدل کیږي، چې ګني یاده مېرمن دې د امریکایي عسکر لاس ښکل کړی وي.
د خبر ګزاری شانا په نوم یوې فیسبوک پاڼې د یادې صحنې ویدیو خپره کړې ده، چې داسې کومه صحنه پکې نه لېدل کیږي، چې دغې مېرمنې دې د امریکایي عسکر لاس ښکل کړی وي، بلکې یوازې ګل یې ورکړی دی. خبر ګزاری شانا له ې ویدیو سره لیکلي دي: شهروندان افغانستانی ساکن آمریکا با تقدیم گل به سربازان محافظ ملی این کشور، پیام صلح و انسانیت فرستادند…
همدا څېر موږ د اماج نیوز ایجنسي پر رسمي ایکس پاڼې هم د دغې صحنې ویډیو پیدا کړه، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

د دې تر څنګ موږ عینې ویډیو په ټکټاک کې هم پیدا کړه، چې تاسې یې په لاندې توګه کتلی شئ.

ارشیف + ویډیو
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا دروغ ده. د هغې مېرمنې انځور، چې پکې ښکاري د یو امریکایي عسکر لاس یې ښکل کړی دی، په مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی دی او په اصلي ویډیو کې داسې کومه صحنه نه لېدل کیږي.
ایا هغه انځور رېښتیا دی، چې پکې ښکاري یوه مېرمن د امریکایي عسکر لاس ښکلوي؟ : TITLE
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: False

