ایا رېښتیا (Orca) ډولفن د نمایش پر مهال خپله روزونکې جیسیکا ووژله؟

False International

د ټولنیزو رسینو ګڼ شمېر کاروونکو یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښکاري (Orca) نومي یو ډولفین یوه ښځېنه روزونکې وژني. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له دې ویدیو سره ادعا کړې چې ګواکې یاد دولفین خپله روزونکې (جیسیکا) د نمایش پر مهال وخوړه او ویې وژله. په داسې حال کې چې دا خبر حقیقت نلري او ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده.

فکټ کریسنډو دا موضوع څېړلې او تاسې یې لوستلو ته رابولو!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ. دوی له دغې ویډیو سره لیکلي: «جیسیکا د خپل روزل شوي ډولفین لخوا ووژل شوه.»

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا حقیقت نلري. معتبرو رسنیو او ویبسایټونو د جیسیکا د وژل کېدو خبر دروغ بللی او ویدیو یې په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ګڼلې ده.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا حقیقت نلري؟

موږ د خپرې شوې ویډیو یو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل. بیا مو د همدې پېښې په اړه د معتبرو رسنیو راپورونه هم ولوستل، چې مالومه شوه، د Orca لخوا د جیسیکا خبر دروغ دی او وایرل شوې ویډیوګانې په مصنوعي ځیرکتیا جوړې شوي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په همدې موضوع یو ویډیو راپور خپور کړی او دوی په دې راپور کې ویلي، چې د ویډیو په دقت کتو وروسته مالومیږي، چې دغه ویډیو په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ده.

ارشیف

د Snopes په نوم ویبسایټ دغه خبر په ډېر تفصیل وړاندې کړی او دوی د دې خبر سره لیکلي: که څه هم د جیسیکا وروستی خبر د ۲۰۱۰ کال د ریښتینې پیښو پر بنسټ ولاړ دي، خو په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکي ادعاوې د مصنوعي ذهانت په کارولو سره رامینځته شوي دي.

ارشیف

موږ ګوګل کې (jessica radcliffe orca trainer death) کلیدي کلېمې سرچ کړې او هلته د اعتبار لرونکو رسنیو له لوري ټول هغه خبرونه مخې ته راغلل، چې د جیسیکا د پېښې خبر یې دروغ ګڼلی دی.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا حقیقت نلري. معتبرو رسنیو او ویبسایټونو د جیسیکا د وژل کېدو خبر دروغ بللی او ویدیو یې په مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ګڼلې ده.

Avatar

ایا رېښتیا (Orca) ډولفن د نمایش پر مهال خپله روزونکې جیسیکا ووژله؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *