ایا ډانلډ ټرمپ په رېښتیا د قران کریم اخري سورت تلاوت کړی دی؟

False International

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د ډونالډ ټرمپ یوه ویډیو خپره کړې ده، چې پکې تلاوت اورېدل کیږي. د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او انسټګرام یو شمېر کاروونکو له دې ویډیو سره ادعا کړې، چې ګني ډانلډ ټرمپ د قران کریم اخري سورت (الناس) تلاوت کړی دی؛ په داسې حال کې، چې کوم حقیقت نلري.

د بشپړ مطلب لپاره د فکټ کریسنډو دغه څېړنه ولولئ!

لومړی تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکو لاندې څو پوسټونه د نمونې په توګه وګورئ.

Archive | + | Facebook Post

Archive | + | Facebook Post

Archive | + |Instagram Post

رېښتیا څه دي؟

د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا مطلق دروغ ده او دوی د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د ډانلډ ټرمپ د یوې پخوانۍ وینا ویډیو، چې ۲۰۲۲ کال واشنګټن ډي سي کې یې کړې وه، ایډیټ کړې.

موږ ولې وایو، چې د ټولنیزو رسنیو دغه ادعا مطلق دروغ ده؟

موږ د خپرې شوې ویډیو یو څو منظم سکرین شاټونه په ګوګل ایمیج لټون کې وپلټل، چې هلته مو د هغې غونډې بشپړې ویډیو کانې وموندلې، چې دونالډ ټرمپ د ۴۵م ولسمشر په توګه د دندې له پوره کېدو وروسته واشنګټن ډي سي کې خپله لومړۍ وینا وکړه.

موږ وموندل، چې ټرمپ په دې وینا کې هیڅ د قران کریم تلاوت ندی کړی. 

د Sky News چینل د ټرمپ دغه وینا د (ډونالډ ټرمپ: د امریکا پخوانی ولسمشر د ولسمشرۍ تر پوره کېدو وروسته په واشنګټن ډي سي کې خپله لومړۍ وینا کوي) تر عنوان لاندې خپره کړې ده. 

ارشیف

د CSPAN له ایکس پاڼې هم د ټرمپ دغه وینا خپره شوې، چې تاسې یې په لاندې توګه اورېدلی او کتلی شئ.

ارشیف | لینک

او همدا راز د The Recount له ایکس پاڼې هم د ټرمپ دغه وینا خپره شوې ده، چې په لاندې توګه یې کتلی او اورېدلی شئ.

ارشیف | لینک

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، چې د ټولنیزو رسنیو یاد شمېر کاروونکو دغه ادعا مطلق دروغ ده او دوی د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د ډانلډ ټرمپ د یوې پخوانۍ وینا ویډیو، چې ۲۰۲۲ کال واشنګټن ډي سي کې یې کړې وه، ایډیټ کړې.

Avatar

ایا ډانلډ ټرمپ په رېښتیا د قران کریم اخري سورت تلاوت کړی دی؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *