
د الجزیرې په وینا، د اسراییلو له خوا د غزې د بریدونو له بیا پیل راهیسې له ۱۴۰،۰۰۰ څخه ډیر خلک بې ځایه شوي، سلګونه ووژل او ټپيان شوي دي.
خو د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو په غزه کې د اسراییلو د برید یو پخوانی انځور د وروستیو بریدونو له تړاو سره شریک کړی.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک ادعا وګورئ:

د فیسبوک کاروونکی لیکي: ” تیره شپه یؤ ځل بیا په غزه باندي د یهودو ناڅاپې بمبار کې د مړو شمیر ۲۰۵ ته ورسید، سلګونه ښځې او ماشومان ټپیان دي.”
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې دي ځکه چې یو پخوانی انځور د اسراییلو د بریدونو او غزې بمبارۍ د دلیل سره شریک شوی دی.
د حقیقت معاینه
په غزه کې د اسراییلو په وروستي بریدونو کې نږدې سلګونه کسان وژل شوي.
د نورو څېړنو لپاره، موږ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا شریک شوي عکس باندې د ګوګل ریورس عکس لټون پلي کړ او وموندله چې شریک شوی انځور پخوانی دی او په غزه کې وروستي اسراییلي بريدونو پورې تړاو نه لري.
موږ په شریک شوي انځور کې د ګوګل ریورس امیج سرچ تطبیق کړ او وموندله چې دا انځور د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د ټایمز په نوم ویب پاڼې لخوا خپور شوی و او د خپرې شوې مقالې له مخې دا انځور وروسته له هغه اخیستل شوی و چې اسراییلو په غزه ښار کې د بریدونو سره غچ واخیست، ودانۍ یې کنډوالو ته واړولې، وروسته له هغه چې حماس جنګیالیو ناڅاپي برید پیل کړ.

پایله
له همدې امله، له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده ده چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې ګمراه کوونکې دي ځکه چې یو پخوانی انځور د اسراییلو د بریدونو او غزې بمبارۍ خبرو سره شریک شوی دی.

Title:پخوانی انځور په غزه کی وروستیو اسراییلي بریدونو په تړاو شریک شوی.
Written By: Fact Crescendo TeamResult: Missing Context