ایا چين د افغانستان لپاره رېښتیا دغه نوی ماډل الیکترونیکي موټر جوړ کړی، چې قېمت به يې يوازې ۲۹ زره افغانۍ وي؟

False International

په ټولنیزو رسنیو کې د (Mini Electric Car Four Wheel) چینایي ماډل موټرونو ځیني انځورونه ډېر وایرل شوي دي. د دې الیکترونیکي موټرونه له انځورونو سره د ټولنیزو رسنیو فیسبوک کاروونکي دا ادعا کوي، چې ګني دا چين د افغانستان لپاره نوی ریکشا ډوله موټر جوړ کړی او قېمت به يې يوازې ۲۹ زره افغانۍ وي.

خو دا چې ایا رېښتیا به هم د دغه موټر قیمت په افغانستان کې یوازې ۲۹ زره افغانۍ وي؟ یا دا خبره څومره حقیقت لري؟ د فکټ کریسنډو په دې څېړنه کې یې ولولئ!

تاسې کولی شئ د ټولنیزو رسنیو څو پوسټونه د بېلګو په توګه په لاندې لینکونو کې وګورئ، چې د (Mini Electric Car Four Wheel) چینایي ماډل یو الیکترونیکي څلور ټایر لرونکي موټر سره یې په خپلو پوسټونو کې دا ډول ادعا کړې ده:

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

دغه کوچني الیکترونیکي ډوله چینایي موټرونه یوازې د افغانستان لپاره ندي جوړ او نه یې هم قیمت یوازې ۲۹ زره افغانۍ دی، بلکې دا موټرونه په زیاتو هېوادونو کې استفاده کیږي او نظر ماډل ته یې د واردولو له مصارفو پرته له ۵۰ زرو افغانیو نېولې ان تر لکونو افغانیو قیمت لري.

موږ ولې وایو، چې د دغو الیکترونیکي موټرونو په اړه د ټولنیزو رسنیو  ادعا دروغ ده؟

موږ شریک شوی انځور د Alibaba انلاین نړیوال بازار په ویبسایټ کې سرچ کړی او بیا مو همدا ماډل موټرونه په (Made in China) انلاین نړیوال بازار کې هم پیدا کړل. هلته موږ ډېر شواهد ترلاسه کړل او د دې موټرونه قیمتونه مو پیدا کړل، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له ادعا سره بلکل یې توپیر کاوه.

موږ لومړی د Alibaba انلاین نړیوال بازار کې د دې موټر قیمت پیدا کړ، چې هلته یې قیمت په دې ډول وو.

که یو څوک له ۵ – ۱۹ عرادو موټرونه اخلي نو قیمت یې بغیر له رسیده ګۍ (۵۲ زره افغانۍ) ټاکل شوی، چې د واردولو په صورت کې ممکن دا قیمت نور هم لوړ شي.

او که یو څوک له ۲۰ یا تر دې زیات اخلي نو قیمت یې بغیر له نورو مصارفو ۵۰ زره افغانۍ ټاکل شوی.

ارشیف

موږ یې د تازه قیمت مالومولو لپاره له یو پلورونکي سره د چت له لارې اړیکه وکړه او هغوی د ۲۰۲۵ کال مارچ میاشتې ۱۱مې نېټې في موټر قیمت بغیر له ټرانسپورټ او واریدولو مصارفو ۶۶۰ امریکایي ډالر یاد کړ، چې روز نرخ همدا ۵۰ زره افغانۍ کیږي.

ارشیف

همدا راز د دې موټرو ډول په (Made in China) انلاین نړیوال بازار کې هم پیدا کړ، چې هلته یې قیمت لا ډېر لوړ وو او ممکن یوازې ماډل یې لوړ وي. په (Made in China) انلاین نړیوال بازار کې د دې موټر قیمت له ۳،۶۰۰ ډالرو نېولې تر ۴،۸۰۰ پورې ټاکل شوی دی، چې په افغانیو یې نرخ تر ۳۰۰،۰۰۰ (درې لکو) پورته جوړیږي.

ارشیف

پایله: د فکټ کریسنډو څېړنو وښودله، دغه کوچني الیکترونیکي ډوله چینایي موټرونه یوازې د افغانستان لپاره ندي جوړ او نه یې هم قیمت یوازې ۲۹ زره افغانۍ دی، بلکې دا موټرونه په زیاتو هېوادونو کې استفاده کیږي او نظر ماډل ته له ۵۰ زرو افغانیو نېولې ان تر لکونو افغانیو قیمت لري.

Avatar

ایا چين د افغانستان لپاره رېښتیا دغه نوی ماډل الیکترونیکي موټر جوړ کړی، چې قېمت به يې يوازې ۲۹ زره افغانۍ وي؟ : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: False

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *