
د جنورۍ ۱۹مه د چینایي کمپنۍ دغه سوشل مېډیا اپلیکشن «ټیک ټاک» په امریکا کې په رسمي توګه بند کړل شو، چې له دې سره په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه خلک د مشهور ویډیو شریکولو اپلیکیشن کارولو څخه محروم شول. او له بندیز وروسته کله چې هلته څوک دا اېپ خلاصوي، نو د خبراوي یا نوټیفیکیشن په توګه ورته لیکي، “وبخښئ، ټیک ټاک ته دا وخت رسایي نه کېږي”.
دا چې ولې اصلاً په امریکا کې ټیک ټاک بند شو، راځئ د فکټ کریسنډو په دې کتنه کې یې ولولو!
د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي وو، ډېر امکان لري چې د دوشنبې په ورځ یعني د جنوري په ۲۱مه د واک له ترلاسه کولو وروسته ټیک ټاک ته له ممکنه بندیزه د درو میاشتو مهلت ورکړي.
خو چینایي کمپنۍ ټیک ټاک خپل اېپ تر هغه مخکې په امریکا کې غیرفعاله کړ او کاروونکو ته یې د خبرواي په توګه لیکلي، “له بده مرغه په امریکه کې پر ټیک ټاک د بندیز قانون عملي شوی دی، دا په دې مانا ده چې تاسو اوس ټیک ټاک نه شئ کارولی”.
د پورته پیغام ترڅنګ بیا ټیک ټاک په امریکا کې خپلو کاروونکو ته خوشبیني ورکړې او د پیغام په توګه یې لیکلي، چې “موږ خوشحاله یو ولسمشر ټرمپ یادوونه کړې چې هغه به له واک تر لاسه کولو وروسته له موږ سره د ټیک ټاک د بیا پیلولو پر حل لاره باندې کار وکړي”.

ډونالډ ټرمپ په وار وار د ټیک ټاک په بندیز خپلو ویناوو کې اشاره کړې وه.
د ایکس یو کاروونکی یا چینل، چې تر ډېره د چارواکو د خبرو مهم ټکي او ګرم مسایل راټولوي او بیا یې د یو کولیکش یا مجموعې په توګه خپروي، د ټیک ټاک په اړه د ډانلډ ټرمپ خبرې هم راخیستي، چې تاسې یې په لاندې ډول کتلی شئ.
ولې اصلاً په امریکا کې پر ټیک ټاک بندیز اعلان شو؟
د امریکا د سپریم کورټ قاضیانو د تېرې جمعې په ورځ د یوې شریکې پرېکړې له مخې په ټیک ټاک باندې بندیز تایید کړ.
پر دې چینایي کمپنۍ ټیک ټاک سوشل مېډیا اپلیکېشن باندې بندیز سره په امریکا کې د دې اېپ 170 میلیونه امریکایي کاروونکي محروم پاتې شول.
د مالوماتو له مخې کانګرس د 2024م په اپرېل میاشت کې د رایو له لارې له چینایي کمپنۍ وغوښتل چې که د را روان کال د جنوري تر 19مې ټیک ټاک ونه پلوري بندیز به پرې ولګول شي.
ټیک ټاک او د دې اېپ ملکیت لرونکې کمپنۍ بایټ ډانس ویلي وو، چې که عدالت د بایټ ډانس په ګټه پرېکړه ونه کړي او کمپنۍ له ټیک ټاکه جلا نه شي د ټرمپ د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې به په امریکا کې پر دې چینایي اېپ بندیز ولګیږي.
د سي بي ایس نیوز د یو راپور له مخې، د امریکا چارواکو په وار وار خبرداری ورکړی چې ټیک ټاک د ملي امنیت لپاره ګواښ دی، ځکه چې د چین حکومت کولای شي دا د امریکایانو د جاسوسۍ لپاره وکاروي یا پټ ډول سره د امریکا ولس باندې د ځانګړو موادو د پراختیا یا د ځینو موادو د بندولو له لارې اغېز وکړي.
دوی وايي چې دا اندېښنه باید جدي ونیول شي، ځکه چې د چین ملي امنیت قوانین ادارې اړ باسي چې له استخباراتي معلوماتو راټولولو سره همکاري وکړي. د سي بي ایس نیوز د راپور له مخې، FBI مشر کریسټوفر ری ویلي، چې د تېر کال په جریان کې د کورنۍ استخباراتي کمیټې غړو ته یې وویل چې د چین حکومت کولای شي د امریکایانو امنیت ته زیان ورسوي.

ولې ټیک ټاک دا د امنیتي ګواښ سبب کیږي؟
موږ بیا هم د سي بي ایس نیوز راپور ته مراجعه کوو. دوی په خپل راپور کې لیکلي، چې د میسوري د جمهوری غوښتونکي سناتور جوش هاولي جمعه وویل. “که تاسو اوس ټیک ټاک په خپل ټیلیفون کې لرئ، دا ستاسو موقعیت تعقیبولی شي، ستاسو پیغامونه لوستی شي، ستاسو کیسټروکونه تعقیبولی شي. دا ستاسو د ټیلیفون ریکارډونو ته لاسرسی لري.”
نو که چېرې د چین حکومت دې معلوماتو ته لاسرسی ومومي، “نو دا یوازې د ملي امنیت ګواښ نه دی، بلکې دا د شخصي امنیت ګواښ هم دی.”
همدا راز د معلوماتي تکنالوزي کارپوه ایمل مرجان په امریکا کې د ټيک ټاک د بندیدو په اړه له امریکا غږ راډیو سره مرکه کې ویلي، چې امریکا کې ځکه تیک منع اعلان شو، چې د امریکا د راتلونکې نسل هویت ته خطر متوجه نشي. که تاسې یې مرکه اوریدل غواړئ نو د امریکا غږ راډیو ایکس چینل څخه یې وګورئ.