احمد مسعود د پکتیا په برمل ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو هوایي برید هرکلی ندی کړی. 

International Misleading

د ۲۰۲۴ کال دیسمبر میاشتې په ۲۴مه پاکستان د افغانستان پکتیا ولایت برمل ولسوالۍ کې هوایي بریدونه وکړل، چې له امله یې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول. دغه برید ته په نړیواله او ملي کچه بېلا – بېل غبرګونونه وښودل شول. په دې لړ کې اوس د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي ادعا کوي، چې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د یوې اعلامیې په خپرولو سره په برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي بریدونو هرکلی کړی، په داسې حال کې چې احمد مسعود یا هم د ملي مقاومت جبهې هیڅ دا ډول اعلامیه نده خپره کړې.

تاسې کولی شئ، د ټولینزو رسنیو یو شمېر کاروونکو څو پوسټونه د نمونې په توګه په لاندې ډول وګورئ:

Archive | Facebook Post

Archive | Facebook Post

رېښتیا څه دي؟

احمد مسعود په رسمي ډول له هیڅ کوم ادرس څخه داسې کومه اعلامیه نده خپره کړې، چې په هغې کې یې په برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي بریدونو هرکلی کړی وي. نو په دې اړه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا دروغ ده. 

موږ ولې وایو، چې د احمد مسعود په اړه دغه ادعا دروغ ده؟

موږ لومړی هغه انځور (سکرین شاټ) په غور سره وکتلو چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له یادې ادعا سره خپور کړی وو. په سکرین شاټ (د افغانستان انټرنشنل – پښتو) نوم او لوګو ښکاريږي. افغانستان انټرنشنل یو خبري چینل دی، چې ډېر کله تاوده او اپډیټ مسایل وړاندې کوي. خو دغه سکرین شاټ چې ورسره لیکل شوي «احمد مسعود په برمل ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو د برید هرکلی کړی» له یوې جعلي ایکس پاڼې څخه خپور شوی او خپله (د افغانستان انټرنشنل – پښتو) څانګې رسمي اکونټ څخه دغه خبر ندی خپور شوی. 

تاسې لومړی لاندې انځور کې په مقایسوي ډول سره د (افغانستان انټرنشنل – پښتو) څانګې اصلي او د جعلي ایکس پاڼو توپیر کتلی شئ.

د (افغانستان انټرنشنل – پښتو) څانګې اصلي ایکس پاڼې لینک

 د (افغانستان انټرنشنل – پښتو) څانګې جعلي ایکس پاڼې لینک

همدا راز موږ، د احمد مسعود رسمي ایکس پاڼه، د ملي مقاومت جبهې رسمي ایکس پاڼه او د افغانستان انټرنشنل اصلي ایکس پاڼه سکرول کړه هلته  مو هیڅ داسې کوم پوسټ پیدا نکړ، چې برمل ولسوالۍ کې د پاکستان له هوایي بریدونو هرکلی شوی وي. 

په لاندې سکرین شاټونو کې تاسې کتلی شئ، چې د مقاومت جبهې او احمد مسعود له رسمي ایکس پاڼې څخه په دا تېر نږدې وخت کې په برمل ولسوالۍ د پاکستان د بریدونو په اړه کوم غبرګون ندی ښودل شوی.

خو بیا موږ چې د (افغانستان انټرنشنل – پښتو) په نوم هغه جعلي ایکس پاڼه هم سکرول کړه او هلته مو دغه پوسټ پیدا کړ، چې دوی پرته له کومې منبع دغه خبر خپور کړی وو.

ارشیف
پایله: د فکټ کریسنډو موندنو وښودله، احمد مسعود په رسمي ډول له هیڅ کوم ادرس څخه داسې کومه اعلامیه نده خپره کړې، چې په هغې کې یې په برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي بریدونو هرکلی کړی وي یا یې کوم بل غبرګون ښودلی وي. نو په دې اړه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا دروغ ده.

Avatar

احمد مسعود د پکتیا په برمل ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو هوایي برید هرکلی ندی کړی. : TITLE

د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Team

پایله: Misleading

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *