
ډېر کله د جالبو او حیرانوونکو مالوماتو په نوم غلط او یا هم نیمګړي مالومات وړاندي کیږي. دا کار د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا د یو څو لایکس او کمنټونو لپاره په ارادي او غیر ارادي ډول ترسره کیږي، چې دغه غلط او نیمګړي مالومات بیا لوستونکي ناسم لوري ته رهبري کوي او د هغوی په فکري قوه باندي اغیز کولی شي. په همدې لړ کې اوس د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) ګڼ شمېر کاروونکو د هنري کار په اساس جوړ شویو طوطیانو انځور خپور کړی او ورسره یې ډېر ناسم تاریخي مالومات خپاره کړي. دوی ادعا کوي، چې دا امریکایي مومیایي شوي طوطیان د مکسیکو په یوه غار کې موندل شوي دي او ۲۰۰۰ کاله تاریخي مخینه لري… په داسې حال کې چې اصلاً دا طوطیان د هنري کار یو پایله ده او د یوې بیلجیمۍ ارټیسټې لخوا په لاس جوړ شوي طوطیان دي.
د دې لپاره چې تاسې پوه شئ، مومیایي په دې مانا ده، چې یو ژوندی موجود له مړ کېدو وروسته تر ډېر وخت په خپل شکل او حالت کې پاتي شي، چې دا کار په پخواني مصر کې دود وو. دا یوه ځانګړې پروسه ده چې د کیمیاوي موادو استعمال ته هم شامله ده.
د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو په خپلو پوسټونو کې د طوطیانو له یاد انځور سره نږدې یوه A4 ورقه ناسم مالومات خپاره کړي.
دوی په خپلو پوستونو کې طوطیان د امریکا اړوند بللي او دا یې ۲۰۰۰ کاله پخواني مومیایي شوي طوطیان یاد کړي دي.



Fb-Post – ارشیف
Fb-Post – ارشیف
Fb-Post – ارشیف
په هر صورت زموږ موندنې ښیي، چې په انځور کې ښکاریدونکي طوطیان زرګونه کاله پخواني امریکایي مومیایي شوي طوطیان ندي، بلکې دا طوطیان د (Eline ‘t Sant) په نوم د یوې بیلجیمۍ ارټیسټې لاسي هنري کار دي، چې ۲۰۰۸ کال کې یې جوړ کړي دي او په یوه نمایش ګاه (د مړو ښار) کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د حقېقت څېړنه:
موږ لومړی د تېر په څېر خپور شوی انځور په ګوګل ایمیج کې وپلټلو، چې د دې انځور په اړه ډېرې پایلې لاسته راغلې. موږ وموندله چې په تېرو کلونو کې هم دغه انځور له ځینو غلطو مالوماتو سره خپور شوی او بیا وروسته د ځینو حقیقت څېړونکو لخوا څېړل شوی دی. موږ همدا راز د (Eline ‘t Sant) په نوم د بیلجیمۍ ارټیسټې له انسټاګرام هم لېدنه وکړه او هلته مو دې ته ورته نور هنري لاسي کارونه هم مشاهده کړل.
د بیلجیم هېواد دغې ارټیسټې (Eline ‘t Sant) له خپل انسټاګرام څخه د خپلو لاسونو هنري کارونو ډېر نور انځورونه هم خپاره کړي، چې له جملې یې دا طوطیان هم پکې شامل دي. تاسې کولی شئ د هغې له انسټاګرام لېدنه وکړئ او د طوطیانو ترڅنګ نور ډېر څه هم ننداره کړئ:
د بېلګې په توګه:
همدا راز له هغې ګالري هم لېدنه کولی شئ، چې د طوطیانو په اړه د (Eline ‘t Sant) لاسي هنري کار ښیي:
ګالري سکرین شاټ

د kiwitan په نوم طوطیانو ته ځانګړي یو ویبسایټ هم د همدې هنري کار بشپړ راپور خپور کړی تاسې هغه لوستلی شئ، چې په هغې کې دغه هنري کار د ۲۰۰۸ کال د یادې بیلجیمۍ ارټیسټي لخوا یاد شوی دی او د دې په اړه یې هم مالومات ورکړي چې دا طوطیان د څه شي له ترکیب څخه جوړ شوي دي.
سکرین شاټ

پایله: په انځور کې ښکاریدونکي طوطیان زرګونه کاله پخواني امریکایي مومیایي شوي طوطیان ندي، بلکې دا طوطیان د (Eline ‘t Sant) په نوم د یوې بیلجیمۍ ارټیسټې لاسي هنري کار دي، چې ۲۰۰۸ کال کې یې له بېلا بېلو توکو جوړ کړي دي او په یوه نمایش ګاه (د مړو ښار) کې نندارې ته وړاندې شوي دي.