میر افغان ساپی د څارنوالۍ له خوا نه دی نیول شوی

False Political

یو جعلي مکتوب په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي او ادعا کوي چې میر افغان ساپی، په ولسي جرګه کې د مالیې او بودیجې کمیسیون رییس د لویې څارنوالۍ له خوا نیول شوی دی. هغه ادعا چې لویه څارنوالۍ رد کړې ده. په دې مکتوب کې راغلي چې ښاغلي ساپی د ۱۸۰ کیلو ګرامو سرو زرو او پیسو قاچاق په تور د کابل په حضوري چمن کې نیول شوی دی.

هغه جعلي مکتوب چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي.

مکتوب داسې لیکل شوی دی ګواکې دا چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له خوا د ګمرکونو عمومي ریاست او د هوایي ډګر آمریت ته لېږدول شوی وي. 

په مکتوب کې همدا راز ویل شوي دي چې تر دې وړاندې هم میر افغان ساپي سره ۲۸۰ زره آمریکایي ډالره له هېواد نه بهر ته د سفر تللو پر مهال نیول شوي دي. د مکتوب په یوه برخه کې لیکل شوي دي چې: « د ګمرکونو له ریاست څخه چې بهر ته د اسعارو د کنټرول دنده پر غاړه لري غوښتل کیږي چې ذکر شوي مالومات لویې څارنوالۍ ته ولیږي تر څو د قانون چوکاټو په مطابقت ورباندې پرېکړه تر سره شي.»

د پیښې ارزونه:

لویې څارنوالۍ د دې مکتوب په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده او ویلي یې ده چې دا مکتوب جعلي ده. د لویې څارنوالۍ د اعلامیې پر اساس، دوی میر افغان ساپی نه دی نیولی. په اعلامیه کې راغلي: «لویه څارنوالۍ دا خبر دروغ ګڼي او د مکتوب جعلي اوسېدلو سربېره، دا موضوع په کلکه ردوي». لویې څارنوالۍ د دې کار تر شاه د مغرضو کسانو لاس بولي.

د لویې څارنوالۍ مطبوعاتي اعلامیه
د وبسایټ لېنک

په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې لویه څارنوالۍ خپل خبرونه او اعلامیې یوازې د رسمي آدرسونو لکه ټولنیزې شبکې، وبسایټ او تویتر له لارې تر خلکو او رسنۍ رسوي.

د لویې څارنوالۍ فېسبوک لېنک

د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکي د لویې څارنوالۍ فېسبوک پر پاڼه له دغې ادارې څخه غوښتني، هغه کسان چې ناسم مالومات د خلکو تر منځ خپروي باید وپېژندل شي او د دې کار مخه ونیول شي.

نتیجه

په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب لاس په لاس کیږي چې په هغه کې د میر افغان ساپی د نیولو خبره کیږي. د لویې څارنوالۍ د اعلامیې پر اساس، دا مکتوب جعلي دی او تر اوسه میر افغان ساپی نه دی نیول شوی. د اعلامیې پر اساس، دا ادعا حقیقت نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *