
په ټولنیزو رسنیو کې د پخوانیو عکسونو ترڅنګ یوه ادعا هم په پراخه کچه خپره شوې چې ادعا کېږي په دې وروستیو کې د ننګرهار پر هوايي ډګر برید شوی دی.
په هرصورت، د فیکټ کریسینډو موندنې ښیي چې پخواني عکسونه له درواغو ادياو سره شریک شوي دي.
تاسو کولی شئ لاندې د فیسبوک پوسټ وګورئ؛

د فیسبوک پوسټ دا ادعا کوي چې ګواکي د ننګرهار ولایت په هوايي ډګر برید شوی دی.
راځئ چې د فیسبوک د ادعاوو تر شا حقیقت ومومئ!
د حقیقت معاینه؛
د دې لپاره چې د شریک شوي عکسونو او د ټولنیزو رسنیو ادعاګانو تر شا حقیقت ومومي، موږ د یو مړ شوي شخص په شریک شوي عکس کې د ګوګل د عکس العمل لټون ترسره کړ. د پلټنو په ترڅ کې موږ وموندله چې په ننګرهار کې د برید د غلطو ادعاوو سره زاړه انځورونه شریک شوي دي.
لومړنی عکس؛


د تحقیق په جریان کې، موږ وموندله چې شریک شوی عکس پخوانی دی. ورته عکس د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د باختر نیوز له خوا شریک شوی و، د خپرې شوې مقالې له مخې، دغه عکس د یو لړ هوايي بریدونو په تړاو چې څو تنه وسله وال طالبان پکې ووژل شول.
دوهم عکس؛


د BBC لخوا خپره شوې يوې مقالې له مخې، دویم عکس د ۲۰۲۲ کال د جون په ۱۸ په کابل کې پر یوې ګوردوارې باندې د وروستي برید څخه دی.
درېيم عکس؛


ورته عکس هم پخوانی دې. دا عکس په ۲۰۱۸ کال کې د کابل پر امنیه قومندانۍ د ځانمرګي برید څخه دی.
له همدې امله، دا څرګنده ده چې شریک شوي عکسونه پخواني دي او ټولنیزو رسنیو کې جعلي ادعاګانې شريک کیږي.
پایله;
له پورتنیو څېړنو څخه څرګنده شوه چې پخواني عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې جعلي ادعاو سره شریک شوي.

سرلیک: پخواني انځورونه د افغانستان د ننګرهار ولایت په هوايي ډګر د وروستي برید په ادعا شریک شوي.
د واقعیت ارزوونکی: Fact Crescendo Teamپایله: Misleading