
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د طالبانو له خوا پر افغانانو د ظلمونو ادعاوې شوې دي.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه وېډیو لاس په لاس شوی دی. په وېډیو کې یوه ښځه د یو شمېر کسانو له سنګسار کیږي.
ادعا
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو په پراخه کچه خپره شوې ده چې ادعا کوي ګواکې طالبان د افغانستان په يو ځای کې یوه ښځه سنګسار کړې.
د پست انځور کولای شئ چې لاندې وګورئ:
په دې پست کې په انګلیسي ژبه لیکل شوي: « افغانستان د خپل تر ټولو تیاره پړاو تیروي. خلک پرته له دې چې په خپل جرم باندې پوه شي، په داسې وحشیانه جزا ګانو باندې محکوم کیږي.
افغانستان اوس له توره دور څخه تیریږي، خلک پرته له دې چې په خپلو جرمونو پوه شي، داسې وحشتناکه سزاګانې ورکول کیږي. او نړۍ یو عادي چوپ لیدونکی دی، طالبان په افغانستان کې یوه ښځه سنګساروي. او نړۍ د تل په څېر خاموشه ده.
طالبان د افغانستان په یوه سیمه کې یوه ښځه سنګساروي.»
تاسو کولی شئ دا پست لاندې وګورئ:
یادونه: په وېډیو کې زړه بوږنوونکې صحنې دي.
په وېډیو کې یوه ښځه کندې ته اچول کیږي. وروسته خلک ورباندې ډبرې غورځوي او هغه سنګسار کوي. په وېډیو کې د ښځې د چېغو غږ هم اورېدل کیږي.
دا ویډیو په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې شریکه شوې ده.
تاسو کولی شئ په لاندې لېنک کې ورته ادعا ګانې وګورئ:
حقیقت موندنه
مونږ د دې وېډیو په اړه د کلیدي کلمو پلټنه تر سره کړه. پر دې سربېره مو وېډیو د انځورونو پر ټوټو بدله کړه. پر دغو انځورونو مو د ګوګل پلټنه تر سره کړه. په پایله کې مو وموندله چې دا پېښه په افغانستان کې را منځ ته شوې خو پخوانۍ ده او د کومې وروستۍ پېښې پورې اړه نه لري.
دا وېډیو د ۲۰۱۵ کال پورې اړه لري. په وېډیو کې یوه ۱۹ کلنه ښځه ده چې رخشانه نومیږي او په غور ولایت کې د زنا په تور سنګسار شوې ده.
د ویډیو په اړه د حقیقت موندلو لپاره، موږ په افغانستان کې د یوې میرمنې د سنګسار کولو پیښې په اړه ځینې کلیدي کلمې کارولې. موږ د ویډیو په ټوټو ویشلو سره د ګوګل د عکس العمل لټون هم ترسره وکړه. زموږ په پلټنو کې معلومه شوه چې ویډیو یوازې د افغانستان ده، خو د کومې وروستۍ پېښې نه ده.
پر دغې ښځې د شوي ظلم پړه پر طالبانو اچول شوې وه ځکه چې په کومه سیمه کې چې پېښه را منځ ته شوې وه، په بشپړه توګه د طالبانو تر واک لاندې وه.
دې پېښې د نړۍ پام هم ځان ته اړولی وو او خلکو ته په افغانستان کې د ښځو د خوندیتوب په اړه پوښتنې را ولاړې شوې وې.
تاسو کولی شئ په لاندې لېنک کې د دې پېښې په اړه نور مالومات ولولئ:
د رخشانې کورنۍ هم پر طالبانو تور پورې کړی وو چې هغه مهال یې لور پنځه میاشتې بندي کړې وه او وروسته یې وژلې وه.
تاسو کولی شئ په دې اړه د طلوع نیوز خبرونو کې د دې پېښې جزیات وګورئ:
تر دې پېښې وړاندې هم د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د فرخندې په نوم یوه ښځه د یو شمېر خلکو له خوا په دې تور وهل او سوځول شوې وه چې ګواکې دغې ښځې قرآن کریم سوځولی وه. وروسته څرګنده شوه چې هغه تعویز ته اور اچولی وو.
دغه پېښه هم په ټوله نړۍ کې وغندل شوه.
تاسو کولی شئ په لاندې خبر کې فرخندې پیښې په اړه نور جزیات ولولئ:
په افغانستان کې د مذهبي باورونو له امله د زنا په تور ښځو د سنګسار ډېرې پېښې را منځ ته شوي دي.
په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو فعالانو او رسنیو دا ډول کړنې غندلي او د افغان ښځو د خوندیتوب لپاره یې غږ پورته کړی دی. په هر حال، هغه ویډیو چې په دې وروستیو کې د یوې میرمنې د سنګسار په تړاو خپره شوې، پخوانۍ او د ۲۰۱۵ کال پورې اړه لري.
پایله
له پورتنیو څېړنو څخه مالومیږي چې دا وېډیو د کومې وروستۍ پېښې پورې اړه نه لري.
دا وېډیو د ۲۰۱۵ کال پورې اړه لري چې په هغه کې یوه ښځه د زنا په تور د یوه ډله خلک له خوا د ډبرو په واسطه وژل کیږي. د دې پېښې پړه هغه مهال پر طالبانو اچول شوې وه.

عنوان: د افغانې ښځې د سنګسارولو دا ویډیو پخوانۍ ده
بررسی واقعیت توسط: Fact Crescendo Teamنتیجه: Misleading